د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو نوماند زندانیانې د کمپاین لپاره کارولې

بلومبرګ د انځور حقوق AFP
Image caption مایکل بلومبرګ وایي، کله چې له دې موضوع خبر شو نو له کمپاین کوونکي شرکت سره یې اړیکې پرې کړې

د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د نیویارک پخواني ښاروال مایک بلومبرګ منلې ده چې د ټاکنیز کمپاین ډلې یې په ناپوهۍ یو شمېر زندانیانې د کمپاین لپاره کارولې دي.

د ټاکنیزو کمپاین په دې پروژه کې یو شرکت د ښاغلي بلومبرګ په استازیتوب عامو خلکو ته تیلیفونونه کول او هغوی یې هڅول چې ده ته رایه ورکړي.

وروسته مالومه شوه چې دې شرکت د تیلیفوني کمپاین لپاره په اوکلاهوما ایالت کې د ښځو یو زندان زندانیانې کارولې دي.

ښاغلي بلومبرګ ویلي، پر دې موضوع له خبرېدو وروسته یې له دې شرکت سره، چې د ده کمپاین یې چلاوه، اړیکې پرې کړې دي.

د دېموکرات ګوند دې ملیاردر نوماند تېره نومبر میاشت کې اعلان وکړ چې راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخیستو هوډ لري. له هغه راهیسې ښاغلي بلومبرګ د خپل ټاکنیزو کمپاین پر اعلانونو په لویه کچه پیسې لګولې دي.

د نوموړي په کمپاین کې له زندانیانو د کار اخیستو خبره په لومړي ځل د انټرسپټ په نامه وېبپاڼې راپورته کړه، او د سه شنبې پر ورځ ښاغلي بلومبرګ په یوه اعلامیه کې دا خبره تائید کړه.

مایکل بلومبرګ په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دا ډول کارونو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي چې له دې وروسته سمو شرکتونو سره معامله وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوکلاهوما ایالت یوه زندان کې بندي ښځو د مایکل بلومبرګ په ګټه کمپاین کاوه

د اوکلاهوما ایالت د زندانونو ریاست یوه چارواکي ویلي، زندانیان د یو ساعت کار په بدل کې شاوخوا یو نیم ډالر ګټي، او د دې کار ګټه دا ده چې دوی له زندان وروسته ژوند ته چمتو کېږي.

د مایکل بلومبرګ یوه ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، پر دې خبر نه وو چې د دوی لپاره کمپاین کوونکي شرکتونه له نورو کوچنیو شرکتونو سره دویم او ان دریم لاس قرارداد کوي.

نوموړي زیاته کړې، که خبر وای چې د دوی کمپاین کې زندانیانې ښځې کارول شوې دي نو په سملاسي توګه به یې دا چاره درولې وای.

د فوربس مجله وایي، مایکل بلومبرګ شاوخوا ۵۲ ملیارده ډالره شتمني لري، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شتمنۍ ۱۷ چنده ډېره ده.

ښاغلي بلومبرګ د خپل کمپاین له پیله تر دې دمه کابو ۶۰ میلیونه ډالره یوازې پر ټاکنیزو اعلانونو لګولي دي.

ورته مطالب