ایران کې د مظاهرو نوې څپه؛ ځینو ښارونو کې انټرنټ بند شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ځینو کورنیو د لاریون پرمهال د خپلو وژل شویو غړو د څلوېښتمې د نمانځلو لپاره د راټولېدو غوښتنه کړې

د ایران حکومت وروسته له هغه په لږ تر لږه څلورو ولایتونو کې موبایل انټرنټ بند کړی، چې حکومت ضد مظاهره چیانو نن د نورو اعتراضي غونډو د جوړولو غږ وکړ.

یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې د انټرنټ د بندولو امر د امنیتي ادارو لخوا شوی دی. په پلازمېنه تهران کې هم د امنیتي ځواکونو د ډېرېدو رپوټونه راغلي دي.

دا غونډې د تېرې میاشتې په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو د درناوي په موخه وربلل شوې دي.

دغه مظاهرې لومړی د تېلو د بیو د لوړېدو پر ضد پیل شوې چې وروسته یې سیاسي بڼه خپله کړه. فعالان وايي، د دغو مظاهرو په حکومتي ځپنه کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د "نېټ بلاکس" په نوم انټرنټي سایټ چې په نړۍ کې د دې خدمتونو محدودیتونه څاري وايي، د ایران په ځینو برخو کې د چار شنبې له سهاره انټرنېټ بند شوی دی.

بي بي بي سي داسې وېډیوګانې ترلاسه کړي او پر خواله رسنیو هم خپرې شوې چې پکې ښکاري، تبریز، سنندج، کرمانشاه، اصفهان او شرهیار ښارونو نظامي بڼه غوره کړې او پر موټرسایکلونو او ګاډو کې امنیتي کسان کښته پورته کېږي.

په ځینو کې ښکاري چې ډزې هم کېږي خو اټکل دا دی چې هوايي ډزې دي.

ایراني امنیتي او قضايي چارواکو په تېرو څو ورځو کې د لاریونونو د قربانیانو پر کورنیو او منتقدینو فشارونه زیات کړي دي.

په دې لړۍ کې د پویا بختیاري کورنۍ هم ده چې څو ورځې وړاندې نیول شوې ده. دغه کورنۍ له خلکو غوښتي و چې د کرج په ارامستان سکینه کې د پنجشنبې په ورځ راټول شي او د بختیاري د څلوېښتمې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ایلنا خبري اژانس هم د یوې اړوندې معتبرې سرچینې په قول ویلي چې د ایران په ځینو ښارونو کې انټرنټ بند کړای شوی دی.

په دې رپوټ کې زیاته شوې: "د امنیتي سرچینو په امر په څو ښارونو کې د ټیلیفون لیکې پرې شوې دي."

بي بي سي ته هم ځینو کسانو ویلي چې د دوی د کورونو انټرنټ یا پرې شوی یا هم پڅ شوی دی.

Image caption په ایران کې د ورستیو مظاهرو له پیلېدو سره شاوخوا لس ورځې انټرنټ هم پرې شوی و.

خو د ایران د کورنیو اطلاعاتو وزیر جمال هادیان په یوه ټویټ کې ویلي چې "د قضایه قوې یا نورو اړوندو سرچینو" لخوا د انټرنټ د بندېدو امر نه دی شوی.

هغه په دې تړاو د شوي امر خبره رد کړه او دا یې د "جعلي خبرونو خپروونکو" کار وباله.

په ایران کې د ورستیو مظاهرو له پیلېدو سره شاوخوا لس ورځې په دې هېواد کې انټرنټ پرې شوی و او دې کار د بېلابېلو هېوادونو اندېښنې راپارولې وې.

شاوخوا لس ورځې وړاندې د بښنې نړیواله ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي و چې د ایران مظاهرو کې د ۳۰۴ کسانو وژل تاییدوي او د ډېرو خلکو په نیولو اندېښنه ښيي.

د دې رپوټ له مخې، ایراني چارواکي د خبریالانو، انساني حقونو مدافعانو او زدکوونکو په ګډون د زرګونو کسانو نیولو سره د اعتراضیانو بې رحمانه ځپلو سره غواړي، چې له بد حالت د تنګو شویو خلکو غږ چوپ کړي.

دې ادارې زیاته کړې وه چې ایران کې له لسګونو کسانو سره خبرې ښيي چې ایراني چارواکي نیول شوي کسان څنګه ګوښه ساتي، شکنجه کوي یې او نور بد چلن ور سره کوي.

نومبر له ۱۵ تر ۱۸ د امنیتي ځواکونو په لاس نږدې ۳۰۴ کسان وژل شوي او زرګونه ټپي شوي.