د مکسيکو او امريکا ترمنځ د پولو له سيمې د نهيلۍ انځورونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مکسيکو او امريکا ترمنځ د پولو له سيمې د نهيلۍ انځورونه

د مکسيکو او امريکا ترمنځ د پولو له سيمې د نهيلۍ انځورونه، ميندې پلرونه د ښه راتلونکي په هيله خپل ماشومان يوازې امريکا ته استوي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو خلکو شمېر کمولو په اړه خپلې ژمنې پر ځای کولو کې ښه پرمختګ کړی، چې امريکا پنا ورکول کېږي.

خو ګوتنيوونکي وايي د ده لارې چارې ښايي پنا غوښتونکي خطر سره مخامخ کړي. ګڼ شمېر چې اوس خپلو هېوادونو کې له ظلمه تښتي او بېرته نه شي ستنېدلی، د پنا اخيستو پر وړاندې دغو ځپونکو تدبيرونو له امله یې د نهيلۍ لارو ته مخه کړې ده.