د بروسلي لور له چینايي رسټورانټه ۳۰ میلیونه ډالره ناغه غواړي

بروسلي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بروسلي لور شانون لییز په مشرۍ د بروسلي انټرپرایز شرکت (Bruce Lee Enterprises) وايي، ریل کنګفو د بروسلي عکس پر خپله لوګو د دوی له اجازې پرته کارولی دی

د بروسلي د لور په مشرۍ یو شرکت له یوه مشهور چینايي رسټورانټ نه غوښتي چې ۳۰ میلیونه ډالره تاوان ورکړي.

د ریل کنګفو رسټورانټ د بروسلي د لور له اجازې پرته د هغې د پلار عکس پر خپله نومدړه لګولی دی.

بروسلي چې د مارشل ارټس کاراتې پخوانی مشهوره لوبغاړی دی په ګڼو فلمونو کې یې هم رول لوبولی.

د شانون لي په مشرۍ د بروسلي انټرپرایز شرکت (Bruce Lee Enterprises) وايي، ریل کنګفو د بروسلي عکس پر خپله لوګو د دوی له اجازې پرته کارولی دی.

اوس دغه شرکت غواړي چې نوموړی رسټورانټ دې ژر تر ژره د هغه انځور لرې کړي او په تاوان کې دې ورته ۳۰ میلیونه ډالره ورکړي.

خو ریل کنګفو ویلي، سیمه ییزو چارواکو دوی ته اجازه ورکړې وه چې په خپله لوګو کې د بروسلي عکس وکاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ریل کنګفو رسټورانټ د بروسلي د لور له اجازې پرته د هغې د پلار عکس پر خپله نومدړه لګولی دی.

دې رسټورانټ په یوه اعلامیه کې ویلي: "ریل کنګفو د اړوندو ادارو لخوا له اوږدې ارزونې وروسته دغه نښان (لوګو) ترلاسه کړی دی. موږ له ۱۵ کلونو راهیسې دا کارولې ده."

په ګوانګژو کې دغه مشهور رسټورانټ په ۱۹۹۰ کې جوړ شوی او په چین کې شاوخوا ۶۰۰ استازولۍ لري.

د بروسلي انټرپرایز شرکت په تجارتي نومدړو او جوازونو کې د کنګفو د ستوري بروسلي عکسونو اجازه ورکوي او نورې سوداګریزې چارې پرمخ بیايي.

اړونده مطالب