د کاناډا ملي تلویزیون ډونلډ ټرمپ له فلمه ایستلی

ډونلډ ټرمپ د انځور حقوق Getty Images

د کاناډا ملي ټلویزیون سي بي سي (CBC) د یوه فلم له یوې برخې نه د ډونلډ ټرمپ د لرې کولو د پریکړې ننګه کړې ده.

دا فلم چې (Home Alone 2: Lost in New York) نومیږي، په یوه برخه کې یې ډونلډ ټرمپ څرګند شوی و چې د کاناډا ملي ټلویزیون له فلمه دغه برخه ایستلې ده.

د دې شبکې ویاند چک ټامپسن ویلي، د ۱۲۰ دقیقې فلم نه شاوخوا اته دقیقې لرې کړل شوې دي. نوموړي ویلي په دغه فلم کې بدولون په ۲۰۱۴ کال کې راوستل شوی، مخکې له دې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شي.

نوموړي ویلي، دا کار یې په سیاسي لحاظ نه دی کړی.

سي بي سي دغه فلم د روانې میاشتې په لومړیو کې خپور کړی چې د ډونلډ ټرمپ د پلویانو غبرګون یې راپارولی.

د ډونلډ ټرمپ زوی ډونلډ ټرمپ جونیر په دې اړه ټویټ کړی او دا کار یې "خواشینونکی بللی" دی.

ټرمپ پنجشنبه ناوخته غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې ویلي: "دا فلم به د پخوا په شان نه وي! (یوازې ټوکې کوم)."

ولسمشر ټرمپ د کاناډا لومړي وزیر جسټېن ټروډو سره خبرو او اختلافاتو ته په اشاره ویلي: "جسټېن ټروډو په دې خوشحاله نه دی چې ما د ناټو او خپل منځي سوداګرۍ په برخه کې د خپلې ونډې په ورکولو مجبور کړ."

ولسمشر ټرمپ له بهر مېشتو امریکايي سرتېرو سره په ویډیويي کنفرانس کې دغه فلم چې په ۱۹۹۲ کې خپور شو، د کرېسمس په اړه تر ټولو ډېر کتل شوی یاد کړی دی.

نوموړي ویلي: "ښه، زه په هوم الان ۲ فلم کې یم. هر کال په ځانګړې توګه د کرېسمس پرمهال راته ددې ټکي یادونه کیږي. دوی په ځانګړې توګه ځوانان راته وايي، ما ته په فلم کې ولیدې. دوی ما دومره په ټلویزیون کې نه ګوري لکه څومره چې مې په فلم کې ویني."

هغه زیاتوني: "دا یو ډېر ښه فلم دی او زه هغه مهال یوڅه ځوان وم. دا زما لپاره ویاړ و چې کار پکې وکړم."

دا یوازینی فلم نه دی چې د امریکا ولسمشر دې پکې کار کړی وي. نوموړی وړاندې هم په زولانډر (Zoolander) او ګوسټس کېنټ ډو اېټ (Ghosts Can't Do It) فلمونو کې رول لوبولی دی.

د فلم (Home Alone 2) په اصلي بڼه کې ټرمپ په یوه صحنه کې ښکاره کیږي چې د نیویارک پلازا هوټل کې ډکه ثبت شوې ده. نوموړی هغه مهال ښکاري چې د فلم کرکټر له ده نه د لارښوونې غوښتنه کوي. هغه وخت ډونلډ ټرمپ ددې هوټل مالک و.