د "پاچا سپکاوي" ځوان یوټیوبر زنداني کړ

محمد سكاكي د انځور حقوق YOUTUBE
Image caption د سکاکي وېډیوګانې لسګونه زره مینه وال لري

په مراکش کې یوې قضايي ډلې مشهور یوټیوب چلوونکی پاچا ته د سپکاوي په تور په څلور کاله بند او ۴۰۰۰ ډالر نغدي جریمه کړی دی.

محمد سکاکي د روانې میاشتې لومړیو کې وروسته تر هغه ونیول شو چې د پاچا شپږم محمد پر ویناوو یې نیوکه وکړه او مراکشیان یې "خره" وبلل.

سکاني د استیناف نیت لري.

په یوه بله قضیه کې، یو خبریال او د بشري حقونو یو فعال عمر راضي په تېره اپریل میاشت کې ونیول شو چې په یوه ټوېټ کې قاضي ته په سپکاوي تورن شوی و.

په پام کې ده چې ښاغلی راضي به د جنورۍ تر دویمې په بند کې وي.‌

د بشري حقونو فعالانو په مراکش کې د ازادۍ په اړه اندېښنه ښودلې او دا نیونې یې د ازادۍ زندۍ کول بللي دي.

پاچا شپږم محمد په عربي هېوادونو کې د ۲۰۱۱ کال له لاریونونو - چې په عرب پسرلي مشهور شول - وروسته خپل ځینې واکونه منتخب حکومت ته وسپارل، خو شنونکي وايي، د هېواد په مهمو قضیو کې لاهم پرېکنده خبره پر پاچا پورې تړلې پاتې ده.

د ویلو ده چې لسګونه زره کسان د سکاکي وېډیوګانې ګوري، نوموړی په "مول الکاسکیطة" هم شهرت لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شپږم محمد خپل ځینې واکونه منتخب حکومت ته سپارلي دي

د مراکش په لوېدیځ سطات ښار کې محکمې د نوموړي په حق کې د بند او ناغې حکم کړی دی.

تېر میاشت، په مراکش کې محکمې له پولیسو سره تر اخ و ډب وروسته د رپ سندري غاړي غناوي د یوه کال بندي کولو امر وکړ، خو د نوموړي مینه وال پر دې باور دي چې ګني هغه د یوې سندرې له کبله بندي شوی چې پر پاچا یې نیوکه پکې کړې ده.‌