روسیې تر غږ چټک توغنديز سیستم ځای پر ځای کړی

د روسیې د دفاع وزارت یوه وېډیو چې د اونګارډ سیستم سروکی ښيي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې د دفاع وزارت یوه وېډیو چې د اونګارډ سیستم سروکی ښيي

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د اونګارډ په نامه یې تر غږ د ۲۰ ځله چټکو توغنديو یوه لړۍ پیل کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دا اتومي وسلې لېږدوونکي توغندي به پر نورو هېوادونو روسیه مخکې کړي.

روسیې نه دي ویلي چې دا توغندي یې چېرته ځای پرځای کړي، خو چارواکو وړاندې ویلي وو، دا توغندي به د اورال غرونو په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي: "دغه اتومي وسلې لېږدوونکي توغندي تر غږ ۲۰ ځلې چټک دي چې روسیه به ورسره د نورو هېوادونو پرتله مخکې شي."

په دغو توغندیو کې داسې یو سیستم ځای پرځای شوی چې څرک لګول یې نا ممکن دي.

د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو ویلي، اونګارډ توغندي د ډیسمبر پر ۲۷مه د مسکو پر وخت لس بجې خدمت ته چمتو شول"، نوموړي دا یوه "تاریخي پېښه" وبلله.

پوتین د سې شنبې په ورځ وویل، اونګارډ سیستم د اوسنیو او راتلونکو توغندیو سیستمونه ماتولی شي، چې په وینا یې "هېڅ داسې حکومت نه شته چې تر غږ څو برابره چټک توغندي دې ولري او یا داسې توغندي چې تر لویو وچو تېرېدای شي او چټکتیا یې تر غږ څو برابره لوړه وي."

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن مارکس

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن مارکس وايي، دا ډاډ ترلاسول ستونزمنه چاره ده چې ایا دا توغندیز سیسټم اوس رښتیا هم لکه مسکو چې وايي فعالیت ته چمتو شوي او یا دا چې دا توغندي د ازموینې په پرمختللي پړاو کې دي.

نوموړی په دې اند دی چې د پوتین دا څرګندونې یو ډول توجیه ګڼل کېږي، ځکه ښکاري چې روسیه تر غږ د څو برابره چټکو توغندیو جوړولو په درشل کې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغو توغندیو کې داسې یو سیستم ځای پرځای شوی چې څرک لګول یې نا ممکن دي.

دی زیاتوي، باور کوي چې چین هم دې ته ورته توغندي جوړ کړي، خو امریکا بیا تر دې دواړو شا ته ده.

مارکس وايي، هغه توغندي چې تر غږ څو برابره چټک دي، په یوازې سر توغول کېدای شي او یا دا چې بالیستیک توغندي یا اتومي وسلې ولېږدوي او هدف ته نژدې یې وچوي.

د مارکس په وینا، د اونګارډ توغندیو د فعالیت اعلان د اتومي وسلو د سیالۍ یو نوی خطرناک پړاو ګڼل کېږي او د پوتین ټینګار دا دی چې د روسیې اتومي وسلتون لا ډېر پرمختللی کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوتین په ۲۰۱۸ کال د توغنديز سیستم د ازموینې د څار پرمهال

ورته مطالب