د څه باندې یو میلیارد ډالرو ارزښت نشه يي توکي نیول شوي

د یوراګوای ګمرک مشر جیمي بورګیاني وايي، د دې نشه يي توکو د بازار بیه یو اعشاریه درې میلیارده ډالره اټکل شوې ده. د انځور حقوق AFP
Image caption د یوراګوای ګمرک مشر جیمي بورګیاني وايي، د دې نشه يي توکو د بازار بیه یو اعشاریه درې میلیارده ډالره اټکل شوې ده.

یوراګوای کې چارواکي وايي، شپږ ټنه کوکین نومي نشه یي مواد یې په یوه وخت نیولي، چې په وینا یې د دې هېواد په تاریخ کې بې ساري پېښه ده.

چارواکي د دې نشه يي توکو نیول کېدل د مخدره موادو قاچاقبرو لپاره یوه لویه 'ماتې ' بولي.

د سمندري ځواک او ګمرکونو مسوولان وايي، څلور اعشاریه څلور ټنه کوکین یې د موندویډیو نومي ساحل په بندرګاره کې نیولي چې د سویا اوړو په کانتنرونو کې تر غولي لاندې ساتل شوي وو او د توګو مرکزي ښار لومي ته استول کېدل.

چارواکي وايي، نژدې یو نیم ټن نور دغسې مواد له یوې کروندې موندل شوي دي.

د یوراګوای ګمرک مشر جیمي بورګیاني وايي، د دې نشه يي توکو د بازار بیه یو اعشاریه درې میلیارده ډالره اټکل شوې ده.

کراچۍ؛ په نړۍ کې د چرسیانو دویم تر ټولو لوی ښار

چین کې له یوې ښځې له کوکینو جوړ بکسونه نیول شوي

یوراګوای داسې یوه سیمه بلل کېږي، چې د مخدره توکو قاچاقبر یې له لاتین امریکا نه د افریقا او اروپا لپاره د یوه پړاو په توګه کاروي.

له دې مخکې په دغه هېواد کې د مخدره موادو تر ټولو لوی نیول شوی بار چې کچه یې درې ټنه وه په همدې مونتویډیو سیمه کې نیول شوی و.

چارواکي وايي، د ګمرک چارواکو د سکینر مشینونو له لارې د سویا په اوړو کې (ګډوډي) او له هغه وروسته له کانټینرونو څلور اعشاریه څلور ټنه کوکین وموندل شول.

د صادراتی کمپنۍ په اړه ویل کېږي چې له دې مخکې یې هېڅکله دومره ډېره سویا نه وه صادره کړه، چې په افریقا کې خورا تود بازار نه لري او له همدې کبله شکونه له مخکې موجود وو.

بل لور ته د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل کېږي، چې په اروپا کې د کارېدونکو کوکینو له دریو برخو یوه د افریقا له لارې هلته استول کېږي.

ګمرک چارواکي وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کوکین له کومه ځایه استول شوي دي.