چین د بدلمنو کسانو لپاره د جبري کار 'سزا' ختموي

چین د انځور حقوق Getty Images
Image caption په چین کې بدلمنۍ یا فحاشي ته قانوني اجازه نه ورکول کېږي.

چینايي چارواکي د بدلمنۍ یا جنسي کاروبار له مرکزونو نیول شویو کسانو ته د سزا ورکولو هغه سسټم ختموي چې له مخې یې پولیس دغسې کسان تر دوو کلونو پورې د 'تعليمي مرکزونو ' په نامه توقیف ځایونو کې ساتلای شوای.

داسې ادعا هم کېده چې په نیول شویو کسانو په دې مرکزونو کې جبري کار کېده او د کورني استعمال او نانځکو په ګډون به یې په دې مرکزونو کې ځینې توکي پرې جوړول.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا په رپوټ کې ویل شوي، د دسمبر پر ۲۹ مه به دغه سسټم له منځه لاړ شي او له مخکې نیول شوي کسان به خوشي شي. په چین کې جنسي کاروبار یا فحاشي ته قانوني اجازه نه ورکول کېږي.

په دې تور نیول شوي کسان تر ۱۵ ورځو پورې توقیف کېدل او تر ۵۰۰۰ یووان پورې جریمه ترې اخیستل کېده.

هندي ښار چې جنسي کاروبار پکې له پېړیو میراثي پاتې دی

یوه فلم د لندن پټ جنسي کاروبار افشا کړی

د چین دولتي رسنۍ ادعا کوي چې د 'توقیف او زده کړې ' دغه شل کاله مخکې پیل شوي پروګرام له کبله 'یو مناسب چاپیرل او ښه نظم ' رامنځته شوي دي، خو په وینا یې د وخت له تېرېدو سره یې اهمیت په تدریجي ډول کم شوی دی.

بل لور ته په ۲۰۱۳ کال کې د بشري حقونو څار ټولنې په یوه څېړنه کې له ۱۴۰ جنسي کارکوونکو، د دوی له مشتریانو، پولیسو او کارپوهانو سره له مرکو وروسته وموندله چې ډېرې نیول شوي کسان د پولیسو لخوا په زوره د اعتراف جرم لپاره وهل ټکول شوي دي.

د انځور حقوق AFP

یوې نیول ښځې ویلي و، پر اعتراف نامه د لاسلیک لپاره غولول شوې او دروغ ورته ویل شوي وو. دا وايي:

''پولیسو راته ویل، هر څه سم دي، یوازې خپل نوم باید ولیکم، لاسلیک وکړم او څلور یا پنځه ورځې وروسته به خوشې شم، خو برعکس یې توقیف کړم او په یوه تعلیمي مرکز کې یې شپږ میاشتې ساتلم. ''

له دې مخکې چینايي چارواکو ۲۰۱۳ کال کې د کوچنیو جرمونو عاملینو لپاره، چې فحاشي پکې شامله نه وه، 'د جبري کار کمپونو کې د بیا روزنې ' په نامه سیسټم لغو کړ.

هغه مهال له یاد سیسټمه د ناوړه ګټه اخیستنې یو شمېر مشهورو قضیو له برالا کېدو وروسته دغه پرېکړه شوې وه. دې کې د هغې ښځې قضیه هم شامله وه، چې پر لور یې جنسي تېری شوی و، خو د انصاف غوښتنې پر مهال د جبري کار کمپ ته استول شوې وه.