۲۰۱۹ امریکا کې د ډله ییزو وژنو تر ټولو خونړی کال

امریکا د انځور حقوق AFP
Image caption د څېړونکو په وینا، په ۲۰۱۷ کال، تر ډېره په ډله ییزو وژنو کې ډېر کسان وژل شوي، خو د سږ ۲۰۱۹ کال د پېښو پرتله یې کچه کمه وه.

څېړونکي وايي، په امریکا کې د وژنو د شمېرو پر کمېدو سربېره، لاهم په ۲۰۱۹ کال په دې هېواد کې ډله ییزې وژنې ډېرې وې چې تر ډېره په کې په ډزو خلک وژل شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس، یو اې اې ټو ډې او د نارټ ایسټرن پوهنتون په یوه ګډه څېړنه کې ۲۰۱۹ کال امریکا کې د ډله ییزو وژنو تر تېرو هغو ډېر خونړی و، چې ټول ټال د ډله ییزو وژنو ۴۱ پېښې رامنځ ته شوې او ۲۱۱ کسان پکې وژل شوي دي.

ډله ییزې وژنې هغو ته ویل کېږي چې په ترڅ کې یې له بریدګر پرته لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي وي.

د امریکا ال پاسو کې ډزو ۲۲ کسان ووژل او ویرجینیا بیچ کې بیا ۱۲ کسان ووژل شول، چې روان کال کې امریکا کې تر ټولو خونړۍ پېښې وې.

څېړونکي وايي، د ډله ییزې وژنې تر ټولو ډېرې ډله ییزې خونړۍ (اته) پېښې کلیفورنیا ایالت کې وې.

ددغو درېیو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د ډله ییزو وژنو دا پېښې له ۲۰۱۶ کال راهیسې پیل شوې دي او له اویایمو کلونو راهیسې تر اوسه امریکا کې دومره ډله ییزې خونړۍ پېښې نه دي رامنځ ته شوې لکه سږ کال چې شوې دي.

د څېړونکو په وینا، په ۲۰۱۷ کال، تر ډېره په ډله ییزو وژنو کې ډېر کسان وژل شوي، خو د سږ ۲۰۱۹ کال د پېښو پرتله یې کچه کمه وه.

په ۲۰۱۷ کال د لاس ویګاس د موسیقۍ په یوه مېله کې ډزو لږترلږه ۵۹ کسان ووژل.

اړونده مطالب

ورته مطالب