د قربانیانو کورنۍ: امریکايي امنیتي شرکتونو طالبانو ته پیسې ورکولې

شخصي امنیتي شرکتونه د انځور حقوق Getty Images

د ځينو هغو امریکایي پوځیانو کورنیو چې په افغانستان کې وژل شوي یا ژوبلېدلي پر یو شمېر لویو امریکایي قراردادي شرکتونو عریضه کړې چې طالبانو ته یې میلیونونه ډالر بډې ورکړي چې دوی ته څه ونه وایي.

د سي اېن اېن ټلوېزیون په ګډون ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې دا عریضه د واشنګټن ډي سي په یوه فدراله محکمه کې ثبت شوې ده. په عریضه کې ادعا شوې چې طالبانو ته د دې پیسو ورکړه، د پراختیایي او امنیتي خصوصي شرکتونو د فاسدو قراردادیانو یو عام شوی دود و.

دغه کورنۍ ادعا کوي چې قراردادي شرکتونو کلونه کلونه میلیونونه ډالر طالبانو ته ورکول چې پر دوی برید ونه کړي.

په دې دوسیه کې راغلي چې امریکايي قراردادي شرکتونو به طالبانو ته پیسې ورکولې چې امنیتي لګښت یې کم شي.

د سي اېن اېن خبري آژانس په وینا ادعا شوې چې تورنو شرکتونو د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د دوهم لاس قراردادیانو یوې شبکې او خصوصي امنیتي ډلو په مرسته نقدې پیسې د طالبانو استازو ته ورکولې او په ځینو مواردو کې، د ادعا له مخې د طالبانو "ګاردانو" په نامه ځینو کسانو ته منظمه تنخواه ورکوله.

د انځور حقوق Getty Images

په دې حقوقي دعوا کې راغلي چې شرکتونو پرېکړه کړې وه چې د خپلو پروګرامونو پرمخ بیولو له پاره د امنیتي خطر ارزولو ترڅنګ د ترهګرو پېرل تر ټولو اغېزمنه لار ده.

په دې سند کې ادعا شوې چې دې ډول تګلارې د نورو امریکایانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی و. همدارنګه په کې ویل شوي چې د ځان ساتلو له پاره د پیسو داسې ورکړې چې نېغ په نېغه د القاعدې ډلې له ملاتړه برخمن طالبانو سره کېدې ترهګرۍ سره مرسته کړې ده.

د سي اېن اېن په رپوټ کې ویل شوي په دغو کې یو شمېر تورن شرکتونه د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې یو اېس اې آی ډي پېژندل شوي قراردادیان ول چې په لسو کلونو کې يې تر یو میلیارد ډالرو له دغې ادارې ترلاسه کړي.

امریکايۍ اېن پي ار رسنۍ هم رپوټ ورکړی چې د افغانستان جګړې تر سلو ډېرو قرباني کورنیو د دغو عمدتاً پوځي قراردادي شرکتونو پر ضد دعوا کړې او دې ته یې اشاره کړې چې د امریکا د قانون له مخې طالبانو سره مادي مرسته د قانون خلاف ده.

دې شبکې لیکلي که څه هم د امریکا حکومت طالبانو ته د پېسو پر غیرقانوني ورکړې دغو کمپنیو ته خبرداری ورکړی و خو قراردادي شرکتونو فکر کاوه د خپلو کارونو پرمخ وړلو کې دا ورته اغېزمن تمامېږي.

سي اېن اېن او اېن پي آر خبري آژانسونه وايي په دې دوسیه کې ډېریو تورنو شویو شرکتونو په دې هکله له غږېدو ډډه کړې.