اسټرالیا کې اور لګېدنې لسګونه زره کسان بېځایه کړي

fire in Bilpin, NSW

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

په دې اورونو کې نیو سوت وېلز ایالت تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی

د اسټرالیا په وېکټوریا ایالت کې لګېدلي اورونه په پراخېدو دي او چارواکو لسګونه زره اوسېدونکو او سیلانیانو ته ویلي چې له سیمې ووځي. په سیمه کې د تودوخې درجه تر ۴۰ سانتي ګرېډه پورته شوې، زورور شمال لګېږي او باد هم خپل لوری بدل کړی. له همدې کبله چارواکي خبرداری ورکوي چې دوشنبه به له خطره ډکه ورځ وي.

په نیو سوت وېلز کې د سېډني ښار ته نژدې هم پراخ اورونه لګېدلي دي.

هلته تر یو ملیلیون ډېرو کسانو په یوه غوښتنلیک لاسلیکونه کړي دي او د نوي کال په شپه د اور لوبې لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

دا خلک وایي، هغه پیسې چې د نوي کال پر شپه پر اورلوبه لګېږي، د لګېدلیو اورونو پر وژنه دې ولګول شي.

په وېکټوریا ایالت کې وېره ده چې ښایي اورونه لویې لارې هم په خپله لمن کې ونیسي، چې ورسره به په سیمه کې ۳۰ زره سیلانیان بند پاتې شي.

په سیمه کې د موسیقۍ یو مشهور کنسرت هم، چې د نوي کال پر شپه کېدونکی و، لغوه شوی دی. دې کنسرت ته وار د مخه ۹ زره مینه وال په ټاکل شوې سیمه کې ورټول شوي وو.

خو چارواکي وایي، دې سیمې ته یوازې یو سړک غځېدلی، او که د اور پراخېدو له کبله دا سړک بند شي نو د سیلانیانو کنسرت ګډونوالو را ایستل به ګرانه چاره وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ګڼ شمېر کسانو غوښتي چې د نوي کال پر شپه دې په سېډني کې مشهور اورلوبه نه کېږي

د اسټرالیا په سویل کې د نیو سوت وېلز ایالت په دې اورونو کې تر ټولو ډېر زیان لیدلی.

دا مهال د دې ایالت په کابو سلو بېلابېلو سیمو کې اورونه لګېدلي دي او د تودوخې کچه تر ۴۰ سانتي ګرېډه اوښتې ده.

سېډني ته نژدې د بالمورال ښار د دسمبر پر ۲۲مه نېټه د پراخ اور له کبله په بشپړه توګه وسوځېد او ټولې ور غځېدلې لارې تړل شوې دي.

اسټرالیا کې له سپتمبر میاشتې راهیسې پراخو اورونو ګڼو سیمو ته زیان اړولی دی او تر اوسه اته کسان پکې وژل شوي دي.