عراق او سوریه کې د شیعه وسلوالو پر مرکزونو د امریکا بریدونه

د انځور حقوق FARSNEWS

د یوه امریکايي قرادادي وژل کېدو پسې امریکا په عراق او سوریه کې د وسلوالو ډلو پر مرکزونو بمبار وکړ.

امریکا مني چې د عراق انبار ولایت کې یې د کتایب حزب الله ډلې د کنډکونو په قومندو او کنټرول مرکز او سلاکوټ بریدونه کړي دي.

امریکا دا ډله ترهګره بولي.

دا ګام له هغه وروسته دی چې د ډیسمبر پر ۲۷ د عراق کرکوک کې د راکټي برید له امله یو قراردادي ووژل او څو امریکايي سرتېري او عراقي پرسونل ټپیان شول.

رویټرز خبري اژانس وايي، د یکشنبې برید د عراق القیام ولسوالۍ کې شوی چې له سوریې سره پر پوله پرته ده.

* 'عراق کې د ایراني توغندیو پټ انبار'

* ''په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ شبکه''

* د سوریې د تيلو ګټه چا ته رسېږي؟

عراقي امنیتي سرچینو او وسلوالو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دې درې بریدونو کې نږدې ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپي شوي.

یوې بلې سرچینې فرانس خبري اژانس ته ویلي دې برید کې د یو قومندان په ګډون ۱۹ وسلوال وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان ویاند جنتن هافمن وايي، د کتایب حزب الله له خوا د ټلوالې یا ایتلاف پر ځواکونو د برید ځواب کې دا دفاعي حملې شوې دي.

هغه خپل ټوېټر کې دعوه کړې ده چې دې هوايي بریدونو کې په سوریه او عراق کې د کتایب حزب الله ډلې پنځه مرکزونه په نښه شوي دي.

دی وايي، که ایران او ملاتړې ډله یې کتایب حزب الله د امریکا له دفاعي بریدونو بچېدل غواړي، نو پر اتیلافي ځواکونو دې بریدونه نه کوي.

کتایب حزب الله

د انځور حقوق Reuters

کتایب حزب الله شیعه وسلوال دي چې ایران یې ملاتړ کوي او پر ۲۰۰۷ کال جوړ شوي دي.

امریکا وايي، دا ډله د ایران قدس ځواکونو سره نږدې اړیکي لري او د ټلوالې یا ایتلافي ځواکونو پرضد د بریدونو لپاره یې له ایران څو ځلې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت وايي، قدس ځواکونه په لبنان کې د حزب الله او فلسطین کې د اسلامي جهاد په ګډون منځني ختیځ کې له هغو ډلو سره د مالي ملاتړ، سمبالولو او روزلو بنسټیز رول لري چې امریکايي ترهګر بولي.

پر ایران شک

پر ۲۰۰۳ کال عراق کې د امریکا یرغل سره د صدام حسین حکومت نسکور شو او دې سره د دغه هېواد کورنیو چارو کې کې د ایران نفوذ پرلپسې زیات شو.

له هغو شیعه سیاستوالو سره نږدې اړیکي لري چې د واک برخه دي او همدارنګه د شیعه ملېشو په واک کې د ګرځند ملېشه ځواک ملاتړ کوي.

عراق کې مظاهره چیان ایران د خپل هېواد د ناکامۍ او اداري فساد لامل بولي.

دغو اعتراضیانو د خپلو مظاهرو وروستیو څپو کې د ایران یوې کونسلګرۍ ته اور هم ولګاوه.

د انځور حقوق FARS
Image caption د کتایب حزب الله قومندان د ایران د قدس ځواکونو له مشر قاسم سلیماني سره

د دې میاشتې لومړیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران ملاتړي وسلوال په عراق کې په بریدونو تورن کړل.

هغه خبرداری ور کړ چې که ایران یا یې ملاتړي وسلوال د امریکا یا ملګرو ته یې تاوان ورسوي، له پریکند ځواب سره به مخ شي.

ورته مطالب