ټرمپ د یهود دوښمنه "بلا" پرضد د یووالي غوښتنه وکړه

برید د انځور حقوق AFP

د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوه یهودي عالم پر کور له برید وروسته د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "یهود دوښمنۍ" سره د مقابلې لپاره د یووالي غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر وویل: "موږ باید له دې شري، یهود دوښمنه بلا سره مبارزې او د هغې له منځه وړلو ته یو موټی شو".

د یکشنبې په شپه د نیویارک ښار شمال ته مانسي کې برید سره نږدې پنځه کسان ټپي شول.

بریدګر د نیویارک په هارلم مېنه یا ښارګوټي کې ونیول او د وژلو په هڅه تورن شو.

عیني شاهدان وايي، بریدګر هغه مهال پر دغه کور برید وکړ چې خلک پکې د مذهبي جشن لپاره ټول شوي وو.

* 'جرمني کې دې یهودان دودیزې خولۍ نه پرسروي'

* فرانسه کې د یهودانو پر قبرونو د نازیانو نښان کښل شوی

* ډان: یهودان ترټولو ډېرې او مسلمانان ترټولو کمې رسمي زده کړې کوي

بریدګر کور ته ننوتلو سره لوی چاکو وباسه او خلک یې پرې ووهل.

ویل کېږي ناستو کسانو هم پر بریدګر د څوکیو او مېزونو په وارولو سره د ځان دفاع وکړه.

وروسته بریدګر د دې کور څنګ ته کنیسه یا د یهودانو عبادتځي ته لاړ او بیا موټر کې د پېښې له ځای وتښنېد.

خو نیویارک ښار ته تر ننوتو وروسته پولیسو ونیو.

د چارواکو دریځ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک ښار کې د یهودانو ملاتړې مظاهره

د نیویارک والي انډرو کومو دا برید کورنۍ ترهګري بللې.

هغه د یکشنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل، د توکم، پوټکي او عقیدې له مخې کرکه ټوله امریکايي ټولنه کې د سرطان په څېر زیاتېږي.

هغه وویل، چې په توکمیزې یا مذهبي انګېزې سره یا هم د کډوالو پرضد دا ډول بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

"موږ به د دې زهرو خورېدو ته اجازه ور نه کړو، هیڅوک دا هېواد ماتولی نه شي، خو خپله دا هېواد ځان ماتولی شي".