ټرمپ: که تهران برید وکړي، ایران کې به ۵۲ هدفونه وولو

ټرمپ د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر وروسته تر هغه د برید ګواښ وکړ، چې ایران پلوو ملېشو په عراق کې د امریکايي بنسټونو په نښه کولو ګواښ وکړ او د سلیماني د وژلو د غچ اخیستو اخطارونه یې ورکړل.

ولسمشر ټرمپ ايران ته خبردارى ورکړى که د امريکا له خوا د وژل شوي جنرال قاسم سليماني په غچ اخيستنې لاس پورې کړي نو له خورا چټک او ځپونکي گوزار سره به مخامخ شي.

ښاغلی ټرمپ وايي امريکا به د ايران د بريد په ځواب کې ٥٢ ايرانۍ موخې په نښه کړي.

ښاغلي ټرمپ په يوۀ ټويټري پيغام کې ډانگ پيېلى گواښ کړى "امريکا نور گواښ نه مني" او که تهران پر امريکا بريد وکړي نو د دۀ په وينا پر خپله ايران به خورا سخت او خورا چټک گوزار وشي.

د امريکا ولسمشر زياته کړې چې دا ٥٢ موخې د هغو ٥٢ امريکايي وگړو استازيتوب کوي چې شاو خوا څلوېښت کاله وړاندې ايران کې برمته شوي و. د ولسمشر ټرمپ دا څرگندونې داسې مهال مخې ته راځي چې بغداد کې امريکا سفارت ته نژدې توغنديز بريدونه وشول.

بغداد کې د سلیماني جنازه او د امریکا ضد شعارونه

عراقي امنيتي سرچينې وايي، لږ تر لږه يو توغندى زرغونه سيمه کې د لويو جشنونو پر ډگر لگېدلى او بل هغه د ښار په جدريه سيمه کې چاودلى. د رپوټونو پر بنسټ، پر بلد هوايي ډگر هم چې امريکايي ځواکونه په کې مېشت دي دوه توغندي توغول شوي.

ښاغلي ټرمپ په يوۀ ټويټري پيغام کې ډانگ پيېلى گواښ کړى "امريکا نور گواښ نه مني" او که تهران پر امريکا بريد وکړي نو د دۀ په وينا پر خپله ايران به خورا سخت او خورا چټک گوزار وشي.

تر اوسه بريدونه د ټيټې کچې دي او پرمختللي تکتيکونه نه دي، خو په څرگنده دا برېښي چې موخې يې امريکايۍ دي.

د ايران له ملاتړه برخمنو ملېشو په تېرو څو مياشتو کې ورته عمليات ترسره کړي چې په حقيقت کې د روان کړکېچ له رامنځته کېدو سره يې مرسته کړې.

د دغو نويو بريدونو پړه کومې ډلې لا په غاړه نه ده اخيستې خو د کتايب حزب الله په نامه ډلې چې د امريکا يې په دې وروستيو کې اډې په نښه کړې وې عراقي ځواکونو ته خبردارى ورکړى چې له نن ماښام مهاله دې ځانونه د امريکايانو له اډو لږ تر لږه زر متره لېرې وساتي.

دا بريدونه د ورځې په وروستيو کې وروسته له هغه وشول چې پلازمينه بغداد کې گڼو کسانو د ايران د انقلابي ساتونکو د قدس ځواک وژل شوي قومندان قاسم سليماني او د کتايب حزب الله د ډلې مرستيال ابو مهدي المهندس په جنازه کې گډون کړى و.

د ښاغلي سليماني مړى اوس د عراق نجف ښار ته رسېدلى چې له هغه ځايه مشهد، د هغه پلرني ټاټوبي کرمان او بيا تهران ته لېږدول کېږي. ټاکل شوې د جنرال سليماني د جنازې د لمانځه امامت د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه اى په خپله وکړي چې يو ناويات اعزاز بلل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ بغداد کې د امریکا هوايي برید کې ووژل شو

ایراني چارواکو د قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستو ګواښ کړی، امریکا وايي قاسم سلیماني د نړۍ لوی ترهګر و.

عراقیانو د کتایب حزب الله د وژل شوي مشر ابو مهدي المهندس مړی هم خښ کړی، چې له سلیماني سره یوځای ووژل شو.

امریکا منځني ختیځ ته د ۳۰۰۰ سرتېرو استولو اعلان کړی، خو خپلو وګړو ته یې له عراقه د وتلو سپارښتنه کړې ده.

د انځور حقوق AFP PHOTO / US ARMY PHOTO

ورته مطالب