ټرمپ: ''برېښي چې ايران له بريد وروسته پر خپل ځاى کېني"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټرمپ: ''برېښي چې ايران له بريد وروسته پر خپل ځاى کېني"

  • 9 جنوري 2020 - 19 مرغومی 1398

پرون ناوخته له سپينې ماڼۍ وينا کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويل، ايران داسې ښکاري چې عراق کې د امريکايي ځواکونو پر دوو هوايي اډو د توغنديو له ويشتلو وروسته په شا کېږي. ولسمشر ټرمپ په يوه څه تللي ځواب کې، د دې پخلی وکړ، چې د چارشنبې، شورو دې بريدونو کومه مرګژوبله نه ده اړولې او دا چې دغو اډو ته کم زيان رسېدلی دی. ده د دې پخلی هم وکړ، تر هغه چې یې خپل چلن نه وي بدل کړیو پر تهران نور بنديزونه هم لګوي. ولسمشر ټرمپ مخکې ګوتڅنډنه کړې وه، چې امريکا به د ايران له خوا د غچ کوم عمل بدل کې ښايي په يو ناانډوله ډول ځواب وايي. خو پوښتنه دا ده چې پر امريکايي اډو توغنديز بريدونه به قاسم سليماني له وژلو وروسته د ايران يوازينی ځواب وي. ايران د امريکا دا وړانديز په کلکه رد کړی، چې له شرطونو پرته دې جدي خبرو کې ورسره ښکېل شي. دا پرمختيا د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتريخوالي او ترينګلتيا له زياتوالي وروسته راځي. تهران يې دا نظريه د خپل جګپوړي جنرال قسام سليماني د وژلو او نورو بنديزونو لګولو سيوري کې د نه باور وړ بللې ده. پر همدې مهال د عراق پلازمېنې بغداد پر زرغونې سيمې، چې ډېر سفارتونه په کې دي، توغندي ورويشتل شوي خو جدی تاوان یې نه دی اړولی.