د اوکراین الوتکه تخنیکي ستونزو که چاودنې غورځولې؟

  • 10 جنوري 2020 - 20 مرغومی 1398
د انځور حقوق EPA

بوینګ ۷۳۷ اوکراینۍ الوتکه د جنورۍ پر اتمه تهران کې له امام خمیني هوايي ډګر تر پورته کېدو وروسته وغورځېده.

دا الوتکه له هغه څو ګړۍ وروسته وغورځېده چې ایران په عراق کې د امریکا دوه اډې په توغندیو وویشتې، لا هم مالومه نه ده چې د دې دوو پېښو ترمنځ تړاو شته کنه.

د الوتکې غورځېدو په هکله پلټنې پیل شوې او اوکراین هم تهران ته پلټنډله استولې ده.

ایران کې ځینې رسنۍ تخنیکي ستونزې د دې پېښې لامل بولي او د چارواکو له قوله لیکي چې الوتکې بېړنی حالت اعلان نه کړ، خو د توغندي په ګډون د نورو شونتیاوو خبره هم کېږي.

د ایران د هوايي چلن چارواکو ویلي دې الوتکه کې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي ټول وژل شوي دي.

په دوی کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۵ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان او ۴ سویډنیان وو.

څوک پلټنې کوي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption کیف کي د ایران د سفارت مخ ته د قربانیانو په یاد ګل اېښودل شوی دی.

د ولسي هوايي چلن نړیواله اداره- چې د الوتکو د پېښو په هکله د څېړنې معیارونه ټاکي- وايي، کوم هېواد کې چې پېښه شوې وي، د پلټنې مسوولیت لري، خو که د تور بکس د شنلو او تجزیې اړین وسایل ونه لري، بیا نور دا پلټنه کوي.

د امریکا ترانسپورت د خوندیتوب ملي مرکز د بویینګ الوتکو په هکله هرو نړیوالو پلټنو کې رول لري، خو دا ډول حضور باید د اصلي هېواد د قوانینو او اجازې له مخې وي.

تېره ورځ ویل کېدل چې ایران امریکا ته د پلټنو اجازه نه ور کوي، خو اوس تهران دا تورونه ردوي.

* لومړنۍ برېښنايي سوداګریزه الوتکه جوړه شوه

* پاکستان کې د ایران لوېدلې ډرون الوتکه وموندل شوه

* ایران؛ د اوکراین غورځېدلې الوتکه کې لس افغانان هم وژل شوي

د هغو هېوادونو کارمنان چې الوتکه پکې ثبت شوې وي، د الوتکو د دفتر مرکز، د الوتکې جوړوونکي او د مونتاژ ځای هم په پلټنو کې وي.

دا ډول پېښه کې د وژل شویو وګړو هېوادونه هم پلټنو کې برخه اخیستلی شي.

نړۍ کې یوازې څو ځانګړي مرکزونه د الوتکې تور بکس ارزولی شي او دا ټول مرکزونه په یوازې سر د مختلفو تورو بکسو د ارزولو امکان نه لري.

د ایران غبرګون

د انځور حقوق AFP
Image caption الوتکه تهران کې تر پورته کېدو وروسته وغورځېده.

ایران وايي، د اوکراین هوايي کرښې ته یې پلټنو کې د ګډون بلنه ور کړې ده.

د ایران او اوکراین د متخصصانو لومړنۍ ګډه ناسته هم شوې ده.

تهران دې برخه کې د کاناډا او سوېډن ه استازي هم همکارۍ ته بللي دي.

د ایران د الوتکو ادارې مشر علي عابدزاده ویلي، د الوتکې دوه تور بکسونه موندل شوي او ارزوونکو ته ور کړل شوي دي.

د هغه په خبره، دواړه بکسونه د اور له امله زیانمن شوي، خو بیا یې هم د یاد برخه شته.

هغه دا هم ویلي چې له پېښې وروسته د الوتکې د ثبت ځای په توګه له اوکراین سره، د جوړوونکي هېواد په توګه له امریکا سره او له کاناډا او سوېډن سره چې وګړي یې پکې و تماس نیول شوی دی.

د اوکراین غبرګون

د انځور حقوق Reuters
Image caption کاناډا کې د الوتکې د قربانیانو په یاد شمې بلې شوې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي ویلي، لومړیتوب د حقیقت مالومول او د دې بوږنوونکې پېښې د مسوولو کسانو پېژندل دي.

دغه هېواد خپله پلټنډله تهران ته استولې ده.

د اوکراین د ملي امنیت شورا منشي الیکسي دانیلوف خپل فیسبوک کې لیکلي، چې اوکرایني پلټونکي د الوتکې د غورځېدو څلور احتمالي دلیلونه ارزول غواړي.

دغه چارواکي، توغندی، له بې پیلوټه الوتکې سره ټکر، د ماشینونو ستونزه او الوتکه کې ترهګریز برید او چاودنه ممکنه دلایل بللي دي.