د سلیماني وژل کېدل ولې "اسلامي دولت" ډلې ته ښه خبر دی؟

صورة من جنازة قاسم سليماني وأبو مهدي المهندس في بغداد - 4 يناير/كانون الثاني 2020 د انځور حقوق AFP

"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د ایران قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو هرکلی کړی دی.‌

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې، د سلیماني وژنه د جهادي ډلو په ګټه بللې ده، خو په ویناپاڼه کې یې دا نه دي ویلي چې نوموړی د امریکا له خول وژل شوی.

قاسم سلیماني د فبرورۍ پر درېیمه بغداد کې د امریکا هوايي برید وواژه.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د سلیماني د وژل کېدو پرېکړې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا لا ډېره کړه، چې د جهادي ډلو پروړاندې د جګړې نه ختمېدو خبره هم وشوه.

د سلیماني تر وژل کېدو وروسته، په عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد د امریکا په مشرۍ ټلوالې خپل عملیات ودرول.‌ امریکا او د ټلوالې ملګرو یې اعلان وکړ چې اوس یې اصلي دنده له ځانه دفاع کول دي.

له پوځي اړخه، داسې ګمان دی چې ګني دوی بل غوراوی نه درلود. ایران او ایران پلوو ملېشو د سلیماني د وژنې غچ اخیستو ګواښ وکړ. د سلیماني وژل کېدل د اسلامي دولت نومې ډلې په ګټه تمام شول.

د عراق پارلمان له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلوۍ رایه ورکړه،‌ چې دا هم په دې هېواد کې د وسله والو ډلو په ګټه کار و.‌

"اسلامي دولت" نومې ډلې په تېرو څو کلونو کې عراق کې خونړۍ جګړې وکړې، په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلوننو کې عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پرضد لویو پوځي عملیاتو ته اړتیا وه.‌

ډېری جهادیان ووژل شول یا بندیان شول،‌ خو دا ډله بشپړه ختمه نه شوه.

دغې ډلې په عراق او سوریه کې د خپل نفوذ سیمو کې بیا خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ، ‌بریدونه یې پیل کړل،‌ مالي ملاتړ یې ډېر کړ او ډېرې وژنې یې وکړې.

د عراق حکومت په پوځ او پولیسو کې نخبه کنډکونه لري، چې امریکايي او اروپايي ځواکونو روزلي.‌ دغو کنډکونو هم د "اسلامي دولت" نومې ډلې پرضد جګړه وکړه.‌

د سلیماني له وژل کېدو وروسته، ‌امریکا عملیات او روزنه ودروله چې ډنمارک او جرمني هم دا کار وکړ.‌

د انځور حقوق Anadolu Agency
Image caption امریکايي او لوېدیځ ځواکونه د عراقي پولیسو او پوځ روزنې مسؤلیت لري

جرمني له عراقه خپل پوځي روزونکي اردن او کویت ته واستول.

عراقي ځواکونه تر ډېره د "اسلامي دولت" ضد جګړې ته پاتې شول، خو لوجستیکي ملاتړ تر ډېره د امریکا له خوا ورسره کېده،‌ خو اوس هلته امریکايي ځواکونه یوازې تر اډو پورې محدود دي.

داعش اورپکو لپاره یوه بله موضوع هم د لمانځنې ده. هغه دا، کله چې ټرمپ د سلیماني د وژنې پرېکړه وکړه دوی ته د یوه غلیم په لاس دبل غلیم د وژلو ننداره ډالۍ شوه.

په ۲۰۱۴ کال، دغې ډلې د عراق د ډېری سیمو نیولو په موخه عملیات وکړل، چې د عراق دویم لوی ښار موصل یې ونیو.

"د کفايي جهاد فتوا"

د انځور حقوق IS propaganda
Image caption اسلامي دولت نومې ډلې د عراق پراخې سیمې نیولې وې

په عراق کې د شیعه ګانو ستر مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني د اسلامي دولت نومې ډلې د سخت دریځو سُني جنګیالیو پرضد د "کفايي جهاد" فتوا ورکړه.

زرګونه شیعه ځوانان جګړې ته داوطلبه شول، سلیماني او ډلې یې دغه شیعه ځوانان پر جنګي کنډکونو ووېشل او هغوی یې وروزل. دغه وسله والې ډلې له اسلامي دولت نومې ډلې سره په جګړه تر ټولو بې رحمه قاتلې ډلې شوې.

نن، د ایران له ملاتړ برخمنې جنګي دلې د عراق په پوځ کې هم شته،‌ چې د "حشد شعبي" تر چتر لاندې فعالیت کوي. د دوی مشهور قومندانان قوي سیاسي مشران هم دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption حشد شعبي ځواکونو چې ایران یې ملاتړ کوي د اسلامي دولت ډلې پرضد رغنده رول لوبولی

تر ۲۰۱۴ کال وروسته کلونو کې، وسله والې ډلې او امریکايي ځواکونه له یوشان دښمن سره مخامخ شول. خو اوس شیعه ملېشې بېرته خپلې اساسي عقیدې ته په ستنېدو کې هوډمنې ښکاري، هغه دا چې په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکايي یرغل ختم او امریکایي ځواکونه وتلو ته اړباسي.

دغو ملېشو د سلیماني د وسلو او روزنې په مرسته ګڼ امریکايي پوځيان ووژل، یو لوی لامل همدا و چې ټرمپ د سلیماني د وژلو امر وکړ.

په ۲۰۱۸ کال له اتومي هوکړې د ټرمپ له یوې لوریزې وتنې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ اختلاف ډېر شو، نژدې وه چې جګړه پیل کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کتایب حزب الله له بمبارولو وروسته بغداد کې د امریکا سفارت مخې ته لاریون

شیعه وسله والو ډلو د سلیماني تر وژل کېدو مخکې عملاً د امریکايي ځواکونو په نښه کولو لاس پورې کړی و.‌

د ډیسمبر په وروستیو کې د عراق په شمال کې پر یوه اډه برید وشو، چې یو امریکایی قراردادي پکې ووژل شو، امریکا یې په غبرګون هوايي بریدونه وکړل او د عراق کتایب حزب الله ۲۵ جنګیالي یې ووژل. دغو ملېشو د حشد شعبي په نامه فعالیت کاوه.‌

د حشد شعبي مرستیال مشر ابو مهدي المهندس د بغداد پر هوايي ډګر د سلیماني هرکلی وکړ، دواړه د امریکا په برید کې ووژل شول.

تاریخ ښيي چې "جهادي" ډلې له ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د دښمن له کمزوریو ګټه اخلي. دا کار مخکې هم شوی او په غالب ګومان یوځل بیا هم تکرارېږي.

ورته مطالب