د بي بي سي خبریالې د خپلې ادارې پرضد قضیه وګټله

سمیره احمد
Image caption خو سمیره وايي، پخپل پروګرام کې د جیریمي پرتله ډېر زیار وباسي او پروګرام چمتو کول یې ډېر زیات وخت ته اړتیا لري.

په لندن کې د کار اړوندې محکمې د بي بي سي پرضد د خبریالې سمیره احمد په ګټه فیصله کړې، چې غوښتل یې په ورته پروګرام چلولو کې یې باید تنخا له همکار سره یوشان شي.

سمیره بي بي سي کې یو خبري پروګرام چلوي چې ډېر کتونکي لري. خو د هغې ملګری جیریمي فاین یو بل ورته پروګرام مخته بیايي.

محکمې ویلي، د سمیرې کار د جیریمي فاین له کار سره یوشان دی.

سمیره وايي، ددې قضیې په خلاصولو خوشحاله ده: "هېڅوک نه غواړي د خپلې هغې ادارې پرضد قضیه راپورته کړي چې کار پکې کوي." نوموړې ټینګار کوي چې بي بي سي کې له کار کولو سره مینه لري.

د محکمې په ناسته کې سمیرې غوښتنه وکړه چې له خپل ملګري سره یې د تنخا ۷۰۰ زره پاونډه توپیر دی، خو بي بي سي ویلي، چې جیریمي فاین "بیخي بېل کارونه کول".

محکمې تر اوسه نه دي ویلي چې ایا د پرېکړې له مخې به دغه خبریاله غوښتل شوی مبلغ ترلاسه کړي او که نه.

خو د محکمې غړو په یوه خوله پرېکړه کړې چې مؤسسې دا نه ده ثابته کړې چې په تنخا کې توپیر پر مادي اساس دی او له نروالي او ښځوالي سره کوم توپیر نه لري.

بي بي سي ژمنه کړې چې په تنخا کې به برابرښت رامنځ ته کوي.

د خبریالانو د ملي ټولنې عمړومي مشرې میشل سټانیسټریټ ویلي، سمیرې محکمې ته د خپلې قضیې لېږدولو کې "زړوره پرېکړه" کړې ده.

د سمیرې د کورنۍ له خوا د محکمې د حکم تر اعلان وروسته د هغې مینه والو پر خواله رسنیو دې ته مبارکۍ ورکړې دي.

سمیرې په تېره نومبر میاشت کې د محکمې په ناسته کې وویل: "نه پوهېږم د یوې ښځې په توګه مې تنخا ولې د یوه سړي په توګه د جیریمي فاین له تنخا کمه ده او موږ یو ډول کار کو او یو ډول پروګرام مخته وړو."

Image caption جیریمي فاین

جیریمي فاین له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۸ پورې د هر پروګرام پرسر درې زره پونډه اخیستل، خو سیمرې بیا د هر پروګرام په وړاندې کولو ۴۴۰ پونډه ترلاسه کول.

د پرېکړې په متن کې راغلي: "توپیر لوی دی، جیریمي د خپلې همکارې سمیره احمد د تنخا پرتله شپږ ځله زیاته تنخا اخلي، حال دا چې دواړه یو شان کار کوي".

بي بي سي ویلي، د دواړو خبریالانو له خوا د وړاندې کېدونکو پروګرامو ترمنځ لوی توپیر دی.

خو سمیره وايي، پخپل پروګرام کې د جیریمي پرتله ډېر زیار وباسي او پروګرام چمتو کول یې ډېر زیات وخت ته اړتیا لري.

ورته مطالب