څنګه د نیسان پخوانی میلیونر مشر په بکس کې له جاپانه وتښتېد؟

نیسان
Image caption رپوټونه وايي، د نیسان پخوانی مشر د موسیقي سامان په بکس کې له جاپانه تښېدلی دی

د نیسان ګاډو جوړولو جاپاني شرکت پخواني مشر کارلوز غصن په اړه ګنګوسې وروسته له هغې ډېرې شوې چې نوموړی له جاپان نه لبنان ته په تېښته بریالی شو.

له دې وړاندې د ګاډو په صنعت کې هغه یو مخکښه او پېژندل شوې څېره وه، خو وروسته په جنايي تورونو مشهور شو او اوس نړیوال فراري پېژندل کیږي.

نوموړی د مالي جرم په تور په جاپان کې څارل کېده او د محاکمې لپاره په تمه و.

د هغه د کلک څار لپاره یې د کور شاوخوا امنیتي کمرې لګېدلې وې او ټکنالوجي ته یې لاسرسی ډېر محدود شوی و.

همداراز یې بهر ته د سفر اجازه هم نه درلوده او د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې یې ورته ۱۰ میلیونه ډالري وثیقه جوړه کړې وه.

خو له دومره څار او محدودیت سره ښاغلی کارلوس د جنوري د لومړۍ نیټې په شپه لبنان کې ښکاره شو او په دې کار یې جاپانیان او خپل حقوقي ټیم حیران کړ.

له دې سره یې اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي و: "له بې عدالتۍ او سیاسي ځورونې وتښتېدم."

د ښاغلي غصن وکیل د ده له تېښتې وروسته خبریالانو ته وویل " داسې تمه نه وه، زما ژبه بندیږي. غواړم له هغه وپوښتم چې څنګه داسې کار وکړی شو؟"

همدا مهمه پوښتنه ده چې د ده د تېښتې په اړه کیږي چې څنګه له دومره کلک څار سره سره توانېدلی وتښتي؟

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

د لبناني تلوېزیون "اېم ټي وي" د رپوټ په حواله نوموړی توانیدلی چې د یوې وسله والې ډلې په مرسته چې ځانونه یې د موسیقي ډله کې ځای کړي و، وتښتي.

د دې شبکې په خبره، ښاغلی غصن د ارکستر پروګرام له بشپړېدو وروسته د موسیقي د وسایلو یو بکس کې ځان پټ کړی او دا بکس ژر تر ژره د سیمې یوه هوايي ډګر ته وړل شوی دی.

د رپوټونو له مخې د ښاغلي غصن قد ۱۶۷ سانتي متره دی چې کېدای شي په سختۍ یې په دې بکس کې ځان ځای کړی وي.

اېم ټي وي شبکه وايي، لومړی دغه بکس په الوتکه کې ترکیې ته وړل شوی او له هغه ځای ښاغلی غوسن د یوې شخصي جیټ الوتکې په مټ لبنان ته تللی دی.

دا خبر په پراخه توګه په خواله رسنیو کې خپور شو. دا لومړی وار نه دی چې ښاغلی غوسن د تېښتې هڅه کوي.

نوموړي د تېر کال په مارچ کې د ساختماني کارګر په جامو کې د خبریالانو له لاسه له زندانه د وتلو هڅه کړې وه چې ژر یې هویت معلوم شو او رسنیو پرې ټوکې ټکالې کولې او د نوموړي مدافع وکیل له دې امله بښنه غوښتې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیسان د ګاډو جوړلو مشهوره جاپانۍ کارخونه ده چې په ورستیو کې یې عاید لوېدلی دی

د بي بي سي خبریال جان سېمپسن له نوموړي سره د دې خبرې د پخلي لپاره مرکه کړې چې ایا دی رښتیا په بکس کې له جاپانه تښتېدلی؟

د خبریال په دې پوښتنه کې چې ایا دا ترخه تجربه نه وه او پر دې نه ډارېدو چې وبه نیول شوي، نوموړی وايي:

"ما غوښتل چې دا خطر ومنم. اوس ازاد یم چې خپله کورنۍ، بچي او مېرمن وګورم. دا هغه څه دي چې په جاپان کې ترې منع شوی وم."

نوموړی فرانسوي الاصله برازیلی دی چې اوسمهال په لبنان کې نظربند دی او له دغه هېواد د وتلو اجازه نه لري.

نوموړي ویلي، له جنجالونو وروسته د نیسان ګاډو جوړلو شرکت برخلیک او په دې شرکت کې د ګټې کمېدو اندېښمن کړی دی.