کډوال چې ٢١ کاله يې شپې د لندن په بسونو کې خوب کړی

د انځور حقوق VENETIA MENZIES
Image caption ده هېڅکله هم خيرات نه غوښت، يوۀ "مکډونلډ" رستورانت به ډوډۍ ورکوله او په تشناب کې به یې ږيره خرېله.

يو نايجيريايي کډوال چې په بريتانيا کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، له دوو لسيزو زياته موده د لندن په بسونو کې د شپې ويده کېده او دا يې خپل کور بللی و.

سني چې په اصل کې د نايجيريا اوسېدونکې دی، په خپل هېواد کې د ډيموکراسۍ د هڅو په تړاو د مرګ په سزا محکوم شوی و او په زندان کې بندي و.

کورنۍ او ملګرو يې د ازادۍ لپاره هر چا ته پېسې ورکړې، د زندان له ساتونکو نيولې لندن ته د تلونکې يوې الوتکې تر عملې پورې.

بريتانیا ته له راتلو وروسته کله چې يې د پناه پر غوښتنليک غور کېده، د مستند فلم جوړولو زده کړه يې پيل کړه او د لندن د بې کوره کسانو پر ژوند يې راپور جوړاوه خو ده هېڅکله هم فکر نه و کړی چې يوه ورځ به يې ژوند د همدغو بې کوره خلکو په څېر شي.

په بريتانيا کې د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته، ده ته دوې لارې ورپاتې وې. يو دا چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، هغه ځاى چې کېداى شي ورته د مرگ اورول شوې سزا ورباندې پلې شي، او بله په بريتانيا کې پټېدل.

دۀ دويمه لاره غوره کړه نو له دې امله يې د لندن په بسونو کې د يوۀ بې کوره په څېر ۲۱ کلن ژوند پيل وکړ.

د انځور حقوق VENETIA MENZIES

يوې مېرمنې او نورو ملګرو يې ورته د بسونو مياشتنۍ کارټ اخيسته، د ورځې به يې په کليساوو کې خيريه کار کاوه او ځينې وخت به کتابتون ته تلو او له خبرونو به يې ځان خبراوه.

سني به تل د ورځې خپل کوچنی بکس ورسره ګرځاوه چې خلک پرې د بې کوره ګومان و نه کړي. د شپی مهال به يې د ښځو مرسته کوله يوه ورځ دوو نارينه وو غوښتل چې د يوې ښځې ويښتانو ته اور واچوي چې ده د پېښې مخنيوی وکړ او پسې يې واخيستل.

ده هېڅکله هم خيرات نه غوښت، يوۀ "مکډونلډ" رستورانت به ډوډۍ ورکوله او په تشناب کې به یې ږيره خرېله.

د يوې کليسا قانوني ډلې د نوموړي لپاره له حکومته په بريتانيا کې د اوسېدو غوښتنه وکړه.

هغه کسان چې په بريتانيا کې ۲۰ کاله اوسېدلي، کولی شي په بريتانيا کې مېشت شي. خو دی ۲۱ کاله له حکومته پټ و او داسې اسناد يې نه لرل چې دغه هېواد کې د دۀ ۲۰ کاله اوسېدل ثابت کړي.

د انځور حقوق SUNNY
د انځور حقوق Getty Images
Image caption بريتانیا ته له راتلو وروسته کله چې يې د پناه پر غوښتنليک غور کېده، د مستند فلم جوړولو زده کړه يې پيل کړه

نوموړي له بس چلوونکو وغوښتل چې ده ته د ملاتړ ليک وليکي. يوه بس چلوونکي هم ورته تاييد کړه چې ده به د شپي له خوا په بس کې سفر کاوه.

اوس د فوټوګرافۍ يوې پروژې نوموړي ته کامره ورکړی چې د تصويرونو له لارې د خپل ژوند کيسه وکړي.

سني ته په ۲۰۱۷ کال په ۵۵ کلنۍ په بريتانيا کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوه. دی اوس هم کله ناکله بسونو ته خېژي او هلته ويده کېږي خو د شپي نه د ورځې.

د سني د اوږدې مودې دغه پټنځای اوس نوموړي لپاره يوازې د ذهن ارامولو ځای دی.

ورته مطالب