د ايران يوازنۍ اولمپیک مډال گټونکې: چارواکو سپکه کړم، بېرته نه ستنېږم

  • 13 جنوري 2020 - 23 مرغومی 1398
د انځور حقوق Getty Images

د ایران یوازنۍ اولمپیک مډال ګټونکې کیمیا علي زاده وايي، له خپل هېواد وتلې ده.

۲۱ کلنې کیمیا خواله رسنیو کې لیکلي، ځکه له خپل هېواد کډه په شاه شوه چې نه غواړي هغه "د منافقت، درواغو، بې انصافۍ او چاپلوسۍ" برخه پاتې شي.

نوموړې خپل ځان ایران کې له "میلیونونو مظلومو" مېرمنو یوه بللی دی.

* ایرانۍ فوټبال مینه واله له ځان سوځونې وروسته ومړه

* ایرانۍ انسټاګرام ستورې دین ته د سپکاوي په تور نیول شوې

کیمیا علي زاده دا نه دي ویلي چې اوس کوم هېواد کې ده، خو داسې مالومات شته چې هغه دې وروستیو کې هالنډ کې پر روزنه بوخته وه.

پر ۲۰۱۶ کال ریو اولمپیک کې هغې تیکواندو کې د برونزو مډال ګټلو سره ایران ته تاریخ جوړ کړ.

خو خواله رسنیو کې لیکي چې د ایران چارواکو د هغې بری د پروپاګنډ لپاره وکاراوه.

"چارواکو سپکه کړم"

د انځور حقوق EPA

کیمیا علي زاده وايي، "ایران کې له هغو میلیونونو مظلومو ښځو یوه ده چې له کلونو راهیسې کمعقلې کړل شوې دي".

هغه زیاتوي: " ما هغه څه واغوستل چې نه مې غوښتل، هغه څه مې وویل چې چارواکو را نه وغوښتل، هره هغه جمله مې تکرار کړه چې چارواکو راته وویله. موږ ورته ارزښت نه لرو، یوازې ورته وسیله یو".

نوموړې وايي، که څه هم حکومت د هغې بری د سیاسي موخو لپاره هرو مرو کارولی، خو د پردې تر شاه یې د بې عزته کولو لپاره ورته ویلي: "د ښځې پښې غځول سم کار نه دی".

کیمیا دا نه ده منلې چې هغه اروپا ته بلل شوې یا کوم ګټور وړاندیز ورته شوی، خو دا یې هم نه دي ویلي چې اوس کوم هېواد کې ده.

* د نیول کېدو له ډاره ایرانۍ سوکوهونکې هېواد ته نه ستنېږي

* ایرانۍ صدف خادم سوکوهنه کې فرانسوۍ سیاله ماته کړه

تېره اونۍ چې د کیمیا د ورکېدو خبر خپور شو، نو ایران کې سخته حیرانتیا وښودل شو.

ایراني سیاستوال عبدالکریم حسین زاده په "ناوړه چارواکو" د "انساني پانګې" د پرارولو تور ولګاوه.

د پنجشنبې په ورځ د ایران اسنا خبري اژانس وویل چې کمیا هالنډ ته کډواله شوې ده.

دې اژانس دا هم وویل چې هغه د ۲۰۲۰ کال ټوکیو اولمپیک کې ګډون کوي، خو د ایرانۍ په توګه نه.

ایران کې مظاهرې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کیمیا پر ۲۰۱۶ کال ریو اولمپیک کې هغې تیکواندو کې د برونزو مډال ګټلو سره ایران ته تاریخ جوړ کړ.

دا پرمختیا په داسې مهال ده دا مهال ده، چې ایران کې له دوو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي.

مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې د ایران پوځ ومنله اوکراینۍ الوتکه باندې یې د کروز توغندي ګومان کړی و، ځکه یې وغورځوله.

الوتکه له هغه څو ګړۍ وروسته وغورځول شوه چې ایران په عراق کې د امریکا دوه اډې پر توغندیو وویشتې، خو امریکا وايي، دې بریدونو کې ورته د سر زیان نه دی اوښتی.

ایران وايي، دا برید یې د قاسم سلیماني د وژلو غبرګون کې کړی چې امریکا د بغداد هوايي ډګر کې وواژه.