پرويز مشرف ته د مرګ سزا اورونکې محکمه ناقانونه وبلل شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر کال د ډسمبر پر ۱۷ نېټه ځانګړې محکمې پرويز مشرف ته د خيانت په جرم د مرګ سزا اورولې وه

د لاهور سترې محکمې هغه ځانګړې محکمه ناقانونه بللې چې په کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف پر ضد د خيانت يا غدارۍ قضيه اورول شوې وه، چې په پايله کې يې نوموړي ته د مرګ سزا واوروله.

پرويز مشرف د نوموړي پر وړاندې د شته قضيو ارزونې لپاره د ځانگړې محکمې جوړول له قانوني پلوه وننګول چې د لاهور سترې محکمې يې په ملاتړ پرېکړه وکړه.

سترې محکمې ويلي ځانگړې محکمه د قانون له مخې نه ده جوړه شوې.

د تېر کال د ډسمبر پر ۱۷ نېټه ځانګړې محکمې پرويز مشرف ته د خيانت په جرم د مرګ سزا اورولې وه.

د يوه خبريال عبادالحق په وينا د لاهور سترې محکمې د ځانګړې محمکې ټول کړنې لغوه کړې دي. د لوی څارنوال اشتياق اې خان په وينا له دې پرېکړې وروسته د پرويز مشرف سزا هم له منځه ځي.

په دې وروستۍ پرېکړه کې راغلي چې د ځانګړې محکمې جوړولو کې قانوني غوښتنې نه وې پوره شوې، نو جوړه شوې محکمه د دوسيې د ثبتولو قانوني واک نلري.

محکمه وايي په غياب کې د تورن کس محاکمه کول غيراسلامي او غيرقانوني دي.

د انځور حقوق LAHORE HIGH COURT
Image caption محکمه وايي په غياب کې د تورن کس محاکمه کول غيراسلامي او غيرقانوني دي

په ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې له بريا وروسته د مسلم ليګ نواز ګوند پر ولسمشر پرويز مشرف قضیه جوړه کړې وه چې پرويز مشرف يوازې يو ځل محکمې ته حاضر شوی و او په ۲۰۱۶ کال کې د ناروغۍ له امله له پاکستانه بهر ووت.

ښاغلی مشرف له اساسي قانون د سرغړونې او په ۲۰۰۷ کال کې د بېړني حالت د اعلانولو په تور محاکمې ته وړاندې کړل شوى و.

د پاکستان په اساسي قانون کې هغو کسانو ته د مرګ او عمري بند سزا ټاکل شوې چې اساسي قانون مات کړي.

د پرويز مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمه

د ۲۰۰۷ کال د نومبر پر دريمه جنرال پرويز مشرف د پوځي ولسمشر په توګه اساسي قانون وځنډاوه او په هېواد کې يې بېړنی حالت اعلان کړ.

ښاغلي مشرف د نواز شريف واکمني چې موده يې لا بشپړه نه وه، د سپينې کودتا له لارې پای ته ورسوله او ځان يې د هېواد ولسمشر اعلان کړ.

له دې وروسته يې د هېواد د قاضي القضات افتخار محمد چوهدري په ګډون د لوړې کچې شاوخوا ۶۰ عدلي چارواکي نظربند کړل.

نواز شریف د مشرف د واکمنۍ په دوره کې په سعودي عربستان کې اوسېده او هغه مهال چې په ۲۰۰۸ کال کې له واکه لرې شوې، بېرته هېواد ته ستون شو.

اړونده مطالب

ورته مطالب