د زهرجنو لړمانو وړونکی ونیول شو

  • 14 جنوري 2020 - 24 مرغومی 1398
د انځور حقوق Getty Images

هغه چینایی چې هڅه یې کوله نژدې ۲۰۰ ژوندي زهرجن لړمان له سري لانکا څخه قاچاق کړي نیول شوی دی.

سريلانکا چې د کمسارو حیوانانو په لرلو مشهوره ده نژدې ۱۸ ډوله لړمان لري.

د سريلانکا پلازمېنه کولمبو کې امنیتي چارواکو په هوايي ډګر کې دغه ژوندي حیوانات په یوه پلاستیکي بکس کې وموندل.

په پلاستیکي بکس کې بیا د لړمانو بېلابېلو ډولونو ته وړې وړې خانې وې او جلا جلا اچول شوي وو.

* د لړمانو نشه

* ښځه په الوتکه کې د سفر پر مهال لړم چیچلې

* داسې مار موندل شوی چې درې سترګې لري

سريلانکايي چارواکي وايي، قاچاقي (قاچاق کوونکي) چینايي پلان درلود چې کله خپل هېواد ته ورسېږي نو له دغو لړمانو زهر وباسي.

د سریلانکا لپاره د ژونديو حیواناتو، سرو زرو او مخدره موادو له قاچاقه مخنیوی په لویه ننګونه بدل شوی.

پر دوشنبه دغه نیول شوی کس یولک سیمه ییزې روپۍ جریمه شوی چې نژدې ۵۵۰ ډالره کېږي او پرېښودل شوی چې خپل هېواد ته ستون شي.

د انځور حقوق colombogazette

سریلانکا نژدې ۱۸ ډوله زهري لړمان لري چې یو ډول یې انسان وژلی شي. دا معلومه نه ده چې قاچاق کېدونکي لړمان وژونکي ووکه نه.

سریلانکا کې د ژونديو حیواناتو د قاچاق د مخنیوي جدي قوانین لري خو لا هم د قاچاق هڅې کېږي.

تېر جون میاشت کې څو لوړپوړي چارواکي د فیل د بچي د نیولو او خرڅولو په تور محاکمه شول.