یو ډز د ایران اقتصاد څومره زیانمنوي؟

  • 14 جنوري 2020 - 24 مرغومی 1398
د انځور حقوق Getty Images

د تېرو ۱۲ ورځو پیښې چې د قاسم سلیماني وژلو سره پیل او بیا ایراني چارواکو ومنله چې اوکراینۍ الوتکه یې تېروتنې سره ویشتلې، ایران ته پر سیاسي پایلو سربېره پاموړ اقتصادي اغېز هم لري.

دې وروستیو پېښو پسې ځینې هوايي شرکتونو ایران او عراق ته الوتنې وځنډولې یا یې هم له دې دوو هېوادونو لار بدله کړه.

د جرمني لوفتانزا هوايي کرښې تر ۲۰ جنورۍ تهران ته الوتنې ځنډوې او سوېډن هم د ایران هوايي کرښې الوتنې دوو ښارونو سټاکهولم او ګتنبرګ ته لغوه کړې ده.

ځینې هوايي شرکتونو لکه د فرانسې فرانس هوايي کرښې، د ناروې شاتل هوايي کرښې، د مالیزیا او د اسټرالیا کانتاس هوايي کرښو هم د ایران او عراق اسمان پرېښودلی.

خو د ترکیې هوايي شرکت او د ترکیې پګاسوس هوايي شرکت لا هم تهران ته الوتنې لري.

* پر امریکايي اډو د ایران بریدونه؛ نور به څه کېږي؟

* د اوکراین الوتکه تخنیکي ستونزو که چاودنې غورځولې؟

* د سلیماني وژل کېدل ولې "اسلامي دولت" ډلې ته ښه خبر دی؟

د اروپايي ټولنې د هوايي چلن د خوندیتوب ادارې د دې وچې هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې تر بلې اطلاع پورې د اریران پر اسمان له الوت ډډه وکړي او دې سره اندېښنې ډېرې شوې دي.

د ایران د هوايي چلن اداره وايي، د دغه هېواد له اسمان د الوتکو تېرېدلو پر ۱۳۹۷ کال ۱۷۰۰ میلیارد تومن عاید درلود، خو دا عاید تر ۱۳۹۶ کال څلور سلنه کم و.

د دې شرکت مشر سیاوش امیرمکري تېر دوبی ویلي و چې د روان کال د عاید شمېر نه لري، خو الوتنې په ورځ کې له ۹۰۰ هم کمې شوې دي او اټکل دی چې سږ کال به دا عاید لس سلنه کم شي.

د یو هېواد له اسمان د پردیو الوتکو د تېردو عاید د الوتکې وزن او د ټاکلي هیواد اسمان کې واټن دی؛ دا لګښت په ایران کې د الوتکې د یو ټن وزن له مخې په کیلومټر د ډالرو څلورزرمه برخه ده.

د دې سره به ایران د اوکراینۍ الوتکې د غورځولو تاوان هم ور کوي.

د انځور حقوق Reuters

د ایران د مرکزي بېمې مرستیال غلامعلي جهانګیري دا تاوان د ۱۰۰ او ۱۵۰ میلیون ډالرو ترمنځ اټکل کړی چې یوازې ۷۰ میلیون ډالر د الوتکې کېږي.

له دې سره باید هغه پیسې هم زیاتې شي چې د ایران حکومت یې د قربانیانو کورنیو ته ور کوي.

د الوتکې د غورځېدو یوه بله نتیجه دا شوه چې د ایران پر ګرځندوی نېغ اغېز لري.

د الوتنو لغوه کېدو د ګرځندوی فعالان اندېښمن کړي او ان د هوايي سفر او ګرځندوی د دفترونو ټولنې په یوه لیک د ایران د ګرځندوی، لاسي صنایعو او کلتوري میراث وزیر ته په لیک کې ویلي چې بېړني شرایط اعلان کړي.

دا شرایط هغه وخت اعلانېږي چې د ځانګړي حالت، امنیتي ګواښ یا د هوا بد حالت یا ځانګړو ځایونو ته له سفر د دولتونو د ممنوعیت له امله د مساپر له ارادې پرته الوتنې او هوټلونه لغوه کېږي.

په دغسې شرایطو کې د هوټلونو او الوتنو ادارې له هغو مساپرو پیسې نشي اخیستلی او نه یې جرمانه کولی شي چې خپل استوګنځی پرېږدي یا پرواز کېنسلوي.

د برتانیا په ګډون ځینې هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې تر بیا اطلاع پورې ایران ته له هر ډول تګ ډډه وکړي.

له دې مخکې برتانویان یوازې د ضروري سفر لپاره ایران ته تللی شول.

Image caption عراق کې د امریکا پر دوو اډو د ایران له برید څو ګړۍ وروسته الوتکه وغورځېده.

د ځینې لارو ځنډېدو الوتنې هم اغېزمنې کړې دي، لکه د ایران ملي هوايي کرښې هما سټاکهولم او ګتنبرګ ته نوروزي ټیکټونه پلورلي، خو اوس سوېډن دغو ښارونو ته د ایرانو الوتک د تګ بندیز لرې کړی دی.

دا شرایط د ایران ملي هوايي کرښې ته هرو مرو مالي تاوان لري.

د ګرځندوی او هوايي سفر د خدمتونو ټولنې مشر حرمت الله رفیعي وايي، وروستیو کې ایران ته د ګرځندویانو تګ ۷۰ سلنه کم شوی دی:

"له امریکا او کاناډا صفر، له اسټرالیا او له اقیانوسیه اتیا سلنه او له اروپا او اسیا ۶۰ سلنه سفرونه لغوه شوي دي".

وروستیو پېښو د ایران ګرځندوی صنعت دومره سخت اغېزمن کړی چې لوړپوړو چارواکو هم ومانه.

د ایران د ګرځندوی، لاسي صنایعو او کلتوري میراث وزیر علي اصغر مونسان وویل: دې پېښو ګرځندوی ته ستر ګوزار ور کړ.

که څه هم ایران د ترکیې په څېر له ګرځندوی ډېر عاید نه لري، خو اوس همدغه عاید هم اغېزمن شوی دی.