یهودی عالم د ښځو او ماشومانو د 'غلامولو' په تور نیول شوی

  • 14 جنوري 2020 - 24 مرغومی 1398
دغه یهودی عالم د ارتودوکس یهودانو په ګڼ مېشتي کلي کې نیول شوی د انځور حقوق AFP
Image caption دغه یهودی عالم د ارتودوکس یهودانو په ګڼ مېشتي کلي کې نیول شوی

په قدس کې یو یهودی عالم له دې کبله نیول شوی، چې ۵۰ ښځې او ماشومان یې "مريي توب ته ورته وضعیت" کې ساتلي وو.

دغه یهودی عالم قدس کې خپل استوګنځي کې نیول شوی. پر هغه تور دی چې دغه ښځې او ماشومان یې له خپلو کورنیو لیرې ساتلي وو.

اسراييلي پولیس وايي، د بند پرمهال له ښځو سره په بېلابېلو لارو تاوتریخوالی شوی او پیسې یې غلا شوې دي.

تورن چې تر ۶۰ کلنۍ لوړ عمر لري پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

دغه یهودی د قدس ښار زړه په یوه ګڼ‌مېشتي کلي کې نیول شوی چې تر ډېره په کې ارتودوکس یهودان هم اوسېدل.

د پولیسو په خبرپانه کې راغلي، باور کېږي چې له تورن سره اته ښځې هم نیول شوې دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د پولیسو ویاند میکي روزنفیلډ له خولې ویلي: "پوهېږو چې دغه ښځې او ماشومان په دې کور کې څو میاشتې ساتل شوي."

پولیسو دا هم ویلي چې مشکوک یهودي عالم "د دغو کسانو پیسې ترې اخیستې او د هغوی د خوښې خلاف یې نیولي دي."

پولیسو د دې قضیې په اړه کابو دوه میاشتې څېړنه کړې ده.

ورته مطالب