امریکا له برید وروسته ۲۱ سعودي پوځيان شړي

  • 14 جنوري 2020 - 24 مرغومی 1398
The attack last month occurred at the Naval Air Station Pensacola, Florida د انځور حقوق EPA
Image caption د تېرې ډیسمبر پر شپږمه د امریکا فلوریډا پنساکولا هوايي - سمندري اډه کې سعودي محمد الشمراني په ډزو درې کسان ووژل.

د امریکا په یوه هوايي اډه کې د یوه سعودي پوځي محمد الشمراني په ډزو د درېیو کسانو تر وژل کېدو او د اتو نورو له ټپي کېدو څه باندې یوه میاشت وروسته له دې هېواده د ۲۱ سعودي روزل کېدونکو پوځيانو د شړلو پرېکړه کړې.

امریکايي چارواکو پر دغو پوځيانو تور نه دی لګولی چې ګني د خپل ملګري له کړنو سره یې همکاري کړې ده، خو د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار ویلي دغو کسانو "جهادي مواد لرل او له ځینو سره یې د ماشومانو ناوړه عکسونه هم وو".

واشنګټن د تېرې ډیمسبر پر شپږمه تر یاد برید وروسته د سعودي پوځيانو روزنه وځنډوله.

د تېرې دوشنبې په ورځ ښاغلي بار خبریالانو ته وویل، پنساکولا هوايي - سمندري اډه کې چې کومه پېښه شوې، هغه یو "ترهګریز عمل" و.

دی وايي، له اپل شرکت یې غوښتي وو چې د بریدګر محمد الشمراني دوه ایفونونه پرانیزي. الشمراني له برید وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.

الشمراني د پولیسو په ډزو له وژل کېدو مخکې په خپل یوه موبایل ډزې وکړې او غوښتل یې چې له منځه یې یوسي، خو د امریکا د فدرالي څېړنې د ادارې (اېف بي ای) مامورین د ټیلیفون د ډېټا او او منځپانګې په بېرته راستنولو وتوانېدل.

د انځور حقوق US NAVY
Image caption محمد هیثم او جاشوا واټسن د برید له وژل شویو څخه دي

نیویارک ټایمز لیکلي وو، اپل په "ای کلوډ" کې د بریدګر خصوصي معلومات اېف بي ای ته ورکړل، خو اپل د ایفون له پرانیستلو ډډه وکړه او ویې ویل چې دا ګام د اپل د ځانګړي پټ نوم باور له منځه یوسي.

د اپل او اېف بي ای ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بریدګر محمد الشمراني

په ۲۰۱۶ کال اپل شرکت په کلیفورنیا کې د یوه بل بریدګر د ایفون له پرانیستلو هم ډډه کړې وه، خو ستونزه هغه مهال حل شوه چې اېف بي ای د ایفون پرانیستلو ته بله لار ومونده.

بار ټینګار کوي چې دغو شړل شويو سعودي پوځيانو د اېف بي ای له مامورینو سره همکاري کړې ده. دی زیاتوي، دوی ته په امریکا کې هېڅ کوم تور متوجه نه دی، خو ښايي په خپل هېواد کې محاکمه کړل شي.

بار زیاتوي، سعودي د الشمراني په برید کې له څېړنډلې سره "بشپړ" ملاتړ اعلان کړی.

دا مهال په امریکا کې ۸۵۰ سعودي پوځيان روزل کېږي.