ناڅاپه سړک کېناست او بشپړ بس موټر ور وغورځېد

  • 14 جنوري 2020 - 24 مرغومی 1398
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پېښه د بسونو په یوه تم ځای کې رامنځته شوې ده

د چین په مرکزي برخه کې یو بس موټر د سړک په منځ کې ناڅاپې راپیدا شوي لویي سوري ته وغورځېد، چې له کبله یې شپږ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د دوشنبې پر مازدیګر د ژیننګ ښار یوه روغتون مخې ته شوې ده. د امنیتي کمرو په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې سوري ته د بس او ولاړو خلکو له غورځېدو وروسته یوه چاودنه هم کېږي.

چین کې دا وروستیو کلونو کې د سړکونو منځ کې د دغسې ناڅاپي سوري پیدا کېدو یو شمېر پېښې شوې دي.

چین کې رسم شوی اسمان او واورین غرونه

چین د بدلمنو کسانو لپاره د جبري کار 'سزا' ختموي

د وروستۍ پېښې په تصویرونو کې هلته ولاړ خلک هم لیدل کېږي، چې په سړک کې د سوري پیدا کېدو پر مهال تښتي.

وروسته یو شمېر خلک راځي، چې د بس سپرلۍ وژغوري، خو کله چې ګوري سوری پراخېږي، هغوی هم تښتي. د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دغه سوري سور او اوږدوالی ۱۰ مترو ته رسېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دولتي رسنۍ وايي، د سړک په منځ کې ناڅاپه نژدې ۱۰ متره سوری راپیدا شو

تر اوسه معلومه نه ده، چې د پېښې پر مهال غورځېدلي بس کې څومره کسان ناست وو.

په چین کې د دغه ډول سوریو پیدا کېدو لامل په دغه هېواد کې په چټکۍ سره روانې ودانیزې چارې بلل کېږي.

۲۰۱۸ کال کې د سویل لویدیځ چین داژو ښار په یوې څنګلارې کې همداسې ناڅاپه سوری راپیدا شو، چې له کبله یې څلور کسان ووژل شول.

له دې مخکې ۲۰۱۳ کال کې د شین ژین ښار په صنعتي سیمه کې دغسې یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب