الوتکې بېړنۍ ناسته کې پر ښوونځي تېل واچول

د لاس انجلس نړیوال هوايي ډګر کې د سپرلۍ الوتکې د بېړنۍ لاستې پر مهال د ښوونځي په انګړ سونتوکي یا تېل تویې کړل.

د دې پېښې له امله د ۱۷ ماشومانو او څو زلموټو څرمن سوځېدلې او د سا اخیستلو ستونزې سره مخ شوي دي.

د هوايي چلن د اصولو له مخې تېل یوازې بېړنۍ ناسته کې تویېږي، خو هغه هم خورا لوړې هوا نه او ځانګړې سیمه کې.

د دلتا هواي کرښې الوتکه انجن کې د ستونزې له امله هوايي ډګر ته ستنېدله، چې د دې ډګر ختیځ ته په ۱۶ کیلومترۍ کې یې په کوډي ښار کې پر لومړني ښوونځي تېل تویې کړل.

د لاس انجلس ټایمز د رپوټ له مخې، کله چې تېل تویېدل دوه ټولګي په انګړ کې وو.

د کوډي ښاروال الیزابېت السنټر دې رسنۍ ته ویلی: ډېر خواشینی یم، دا لومړنی ښوونځی دی او دلته واړه ماشومان دي.

دلتا هوايي کرښې هم منلې چې د سپرلۍ الوتکې د ناستې پر مهال د وزن کمولو لپاره تېل تویې کړي دي.

د فدرالي هوايي چلن ادارې ویاند الن کینیتزر له رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې ویلي: دا اداره د پېښې لامل پلټي.

د نوموړي په خبره، کومې الوتکې چې د متحده ایالتونو سترو هوايي ډګرونو ته ځي راځي، د تېلو تویولو لپاره هم ځانګړی چلنلار لري.

د دې چلنلار له مخې تېل باید مشخصه او تشه سیمه کې له ډېرې ارتفاع تویې کړل شي او دې سره تېل ځمکې ته تر رسېدو مخکې زرې زرې او تیت پرک کېږي.