د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ د دوام پنځه لاملونه

ايران امريکا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ

له نیکمرغه د امریکا له خوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني پر وژنې ترمنځ رامنځته شوې شخړه د امریکا او ایران ترمنځ پر بشپړې جګړې وانوښته .

له دې ښکاري چې ترینګلتیا یو څه راکمه شوې ، خو هغه اساسي لاملونه چې له مخې یې دواړو هېوادونه د جګړې پر پوله ولاړ نه دي بدل شوي.

دلته څو لاملونه ذکر کوو چې ښيي شخړه لا پای ته نه ده رسیدلې.

د ترینګلتیا کمېدل لنډمهالی دی

هغه څه چې ځینې شنونکي ورته د ترینګلتیا کم والی وايی داسې څه نشته. د ایران مشران چې د سلیماني وژنې هک حیران کړي و ، هغه څه وکړل چې دوی کولی شول او هغه د توغیدیو برید و. ایران وغوښتل چې دې وژنې د امریکايي موخو په نښه کولو ځواب ووايي او دا غبرګون باید په ډاګه وي. نو ځکه یې توغندي له خپلې خاورې وتوغول.

خو د ایران د کړنو په وړاندې ځینې عملي او سیاسي محدودیتونه و ، ایران وغوښتل چې د توازن رامنځته کولو لپاره یو څه په چټکۍ وکړي خو د بشپړې جګړې پيلولو هڅه یې ونه کړه. دا څه چې ایران پيل کړي ، لکه چې ډیرو ایراني ویاندویانو هم وویل، پای ته نه دي رسیدلي.

دغه راز ویل شوي چې د ایران له خوا د اوکراینۍ الوتکې د غورځولو مسؤولیت منل هم د ایران له خوا د ترینګلتیا کمولو یوه هڅه وه ، خو دا اټکل سم نه دی.

د ایران نورمال/ نارمل غبرګون دا و چې په دې پيښه کې لاس لرل رد کړل. خو کله چې امریکا وویل چې استخباراتي سرچینې یې ښيي چې داسې نه ده، کله چې اوکراییني څيړونکو د الوتکې په پاتې شونو کې د توغندي ټوټې وموندې او کله چې خپلواکو څیړونکو د الوتکې د نسکوریدو دویډیو د کره والي تصدیق وکړ نو د ایران لپاره له خپلې خبرې له شاکېدلو پرته بله لار نه وه.

کله چې ایران په بلډوزرونو د الوتکې پاتې شونې ټول کړل نو دا جوته شوه چې ایران د پيښې په اصلي بڼه خبر و. که د کومې ناڅاپي پيښې شواهد وای نو ایراني چارواکو به د الوتکې پاتې شونې پر خپل ځای پریښي وای. د ایران له خوا د مسؤولیت منل تر ډیره کورنۍ ستونزو پورې تړاو درلود. یواځې څو میاشتې وړاندې د فساد او د مخ په ځوړ اقتصادي وضعیت له امله لاریونونه شوي دي. ومو کتل چې څومره ژر اعتراضونه له سره پیل شول. نو دا په دې معنی چې د مسؤولیت منلو هدف په کور دننه د زیانون کمول و نه له امریکا سره د ترینګلیا له منځه وړل.

د امریکا کړنلاره نه بدلیږي

پوښتنه داده چې ولې امریکا سلیماني وواژه او په یمن کې یې د یوه بل ایراني جنرال د وژلو هڅه وکړه؟ امریکا وویل - چې ښايي د حقوقي دلایلو له مخې وي - له دې وژنې یې هدف د امریکا یې ګټو پرضد د کېدونکو بریدونو مخنیوی و.

د انځور حقوق EPA
Image caption د قاسم سليماني جنازه

دې دلیل ډیر شمیر شنونکي او آن په واشنګټن کې پر ولسمشر ټرمپ نیوکه کوونکي قانع نه کړل. امکان دادی چې برید د دې لپاره یوه هڅه وه چې د ځان ژغورلو لپاره یوه سره کرښه معلومه کړي. په لنډ مهال کې ښايي دا ګټه ورسوي نو ځکه ایران ته په کار دي چې خپلو راتلونکو ګامونو ته ډیر دقت وکړي.

خو په ورته وخت کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پرضد ویجاړونکی ګواښ کوي،له منځه ختیځه وتلو ته هم اشاره کوي او دې ستونزې ته د پردیو د ستونزې په سترګه ګوري. خو دا ډول دریځ حتما د زیان د مخنیوي لپاره د هر ډول پیغام کمزوری کوي.

د امریکا متحد ایالتونه به د ایران د اقتصاد له پښو غورځولو ته دوام ورکړي. خو په تیر کې دا ډول فشارونو ایران نه دی اړ کړی چې د خبرو میز ته کینې او تسلیم شي، برعکس یې دا جرأت پيدا کړی چې د برید ځواب ووایي او له خپل لوري اعظمي فشار راولي.

امریکا هڅه کوي پر تهران فشار دوه برابره کړي او هغو امکاناتو sources کې د پام وړ کموالي راولي چې ایران په سیمه کې ځای پر ځای کړي دي ، خو دا امکان نه بریښي چې په دواړه موخې دې پر یوه وخت ترلاسه کړي

د ایران ستراتیژیکې موخې پر خپل ځای دي

ښايي د ایران اقتصاد د بندیزونو له امله له ستونزو سره مخامخ وي او ډیر شمیر ایرانیان له دې حالت په تنګ وي خو دا باید هیر نه کړو چې د ایران رژیم یو انقلابي رژیم دی

دا رژیم په یو نا څاپي توګه له واکه لاس نه اخلي ، که د انقلاب ساتونکي خواک په څېر ډلې چې ډیر ځواک او نفوذ لري په کور دننه د هر ډول اعتراض په وړاندې یې غبرګون ځپل او د واشنګتن له خوا د هر ډول فشار په وړاندې په شدت مبارزه ده او دا به دوام وکړي.

د ایران ستراتیژیکه هدف له سیمې د امریکا د متحدو ایالتونو حضور پای ته رسول دي ، لږ تر لږه له عراقه د امریکایانو ویستل او ښايي دې موخې ته د سلیماني له وژل کېدو وروسته ژر ورسیږي.

لږ تر لږه ایراني مشران فکر کوي چې کړنلارې یې د پام وړ بریالۍ دي، دوی د سوریې د ولسمشر بشار الأسد رژیم وژغوره ، له اسرائیل سره یې نوې جبهه پرانسته او په عراق کې ډېر نفوذ لري.

د ولسمشر ټرمپ په کړنلارو کې د تناقض له امله په سیمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو ملګري مخ په زیاتیدونکي توګه فکر کوي چې یوازې شوي دي، سعودیان په ټیټه کچه له ایران سره خبرې پيل کړي او ترکیې نوې لاره خپله کړې او له روسیې سره یې د اړیکو نوی باب پرانستی، ښکاري داسې چې اسرائیل په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې فکر کوي د سلیماني وژنه په سیمه کې د ټرمپ نوې ښکېلتیا ده. خو ددوی هیلې ښايي په ناهیلۍ بدلې شي.

ښايي په ایران کې اپوزیسیون او ناوړه اقتصادي حالت انقلاب ساتونکی ځواک وهڅوي چې دوخت په تېرېدو د امریکا پر متحدو ایالتونو فشار زیات کړي، پر امریکا دوه ویجاړوونکي بریدونه شوي او د غچ لپاره باید ځیرک اوسي.

د عراق په دریځ کې تناقض

اوس تر بل هر وخت له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل ډیر جوت او په وضاحت ښکاري، بل خوا د عراق منځمهالی حکومت د اعتراضونو له امله له کړکیچ سره مخامخ دی او ډیر عراقیان هم د امریکا او هم د ایران له حضوره په تنګ دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ايران کې امريکا ضد احتجاجونه

د عراق د پارلمان له خوا د امریکايي ځواکونو پریکړه چې الزامي بڼه نه لري دا مساله په جدیت سره په سیاسي اجنډا کې مطرح کړې ده، دا پریکړه په دې معنی نه ده چې امریکايی ځواکونه به سبا له عراقه ووځي خو په عراق کې یې پاتې کېدل هم سیاسي مهارت غواړي.

خو ددې سیاسي مهارت پر ځای ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی که امریکايي ځواکونه اړکړل شي چې له عراقه ووځي نو د امریکا په بانکونو کې به د عراق شتمنۍ کنګل کړي.

په عراق کې د امریکا متحده ایالتونو ښکیلتیا او رول یوه مهمه مساله ده. کله چې ائتلافي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې پرضد د عملیاتو لپاره فعالیت پیل کړ نو دا سې تمه کېده چې هلته یې حضور د اوږدې مودې لپاره دی، آن کله چې اسلامي دولت ډلې ماتې وخوړه نو بیا اټکل کېده چې امریکايي ځواکونه به په عراق کې د څو کلونو لپاره پاتې شي. که دا ځواکونه ووځي نو د دغې ډلې له خوا د هر ډول بغاوت په وړاندې مقابله کول به ډیره ګرانه وي. خو دا چاره به د سوریې په ختیځ کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل هم تر پوښتنې لاندې راولې ځکه ډیره تمه داده چې په سوریه کې میشت دا ځواکونه به په عراق د میشتو نورو امریکايي ځواکونو له خوا تمویلیږي. له عراقه د امریکايي ځواکونو په اړه خبرې یوازې پيل دی، او که دا ځواکونه له عراقه ووځي نو بیا ایران ګټونکی دی.

د اتومي پروګرام هوکړه له ګواښ سره مخ ده.

د دې روانې شخړې ريښې د ۲۰۱۸ کال تر مۍ میاشتې غزېدلي ، او دا هغه مهال و چې ولسمشر ټرمپ ادارې د ایران د اتومي پروګرام پر سر له شوې هوکړې په شا شو.

له همغه راهیسي امریکا د ایران پر اقتصاد اعظمي فشار راوړي او ایران بیا له خپل اړخه پر امریکا د سیمه ییز فشار برید ته دوام ورکړی او په کرار کرار یې له هغو محدودیتونو ځان وژغوره چې هوکړې رامنځته کړي و.

که دا هوکړه له منځه ولاړه نه شي نو د ژوندي پاتې کېدو یوازېنی دلیل به یې داوي چې ولسمشر ټرمپ یې له منځه تلل غواړي. خو که کوم بدلون رانغی نو دا بیا د پاي پیل دی.

خو دا هوکړه مهمه ده ، له دې هوکړې وړاندې د جګړې رامنځته کېدلو لوی خطر و ، دا امکان و چې اسرائيل او یا امریکا او اسرائيل دواړه په ګډه د ایران پر اتومي بنسټونو برید وکړي.

ایران به هڅه وکړي چې د امکان تر حده د هوکړې نور لاسلیک کوونکي پر خپل دریځ پاتې شي ، خو دا یو ناوړه کړکیچ دی. ښکاري داسې چې د اروپایانو له هڅو سره ، سره پر تهران د ا قتصادي فشار کمولو لپاره بله لار نشته. امکان لري چې په پایله کې دا هوکړه له منځه ولاړه شي او په عین وخت کې ایران په چټکۍ د اټومي بم ترلاسه کولو ته نږدې شي.

د دې هوکړې برخلیک چې هر څه وي، وي به خو د ولسمشر ټرمپ کړنلارې امریکا یو ځل بیا په منځنۍ ختیځ کې په داسې حال کې ښکیله کړه چې د امریکا د ملي امنیت کړنلارې دا هېواد له منځني ختیځه لرې ساتل غواړي.

ورته مطالب