هغه خور مړه شوه، چې خپله برخه خواړه یې ورور ته ورکول

د انځور حقوق FENG VIDEO
Image caption تېر کال ډاکټرانو ویل، د پوهنتون درېیم کال دغې محصلې پنځه کاله پوره خواړه نه دي خوړلي او له همدې کبله یې زړه او پښتورګو کې ستونزې پیدا شوې دي.

د چینايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، هغه پېغله مړه شوې، چې تر کلونو پورې یې له ورور سره د مالي مرستې لپاره له ځانه ډوډۍ سپموله.

تېر کال د وو هوایان نومې دغې نجلۍ تصویرونو په چین کې ډېر خلک سخت خواشیني کړل. کله چې چارواکو نوموړې د ۲۰۱۹ کال په اګست کې روغتون ته بیوله، وزن یې د ډېرې لوږې ګاللو له کبله ایله ۲۰ کیلو ته غورځېدلی و.

له بستري کېدو وروسته ډېرو خلکو ورسره مالي مرستې وکړې، خو ورور یې وویل، هوایان د دوشنبې پر ورځ ومړه.

اغلې هوایان چونقپینګ مارننګ پوسټ نومې خبرې شبکې ته ویلي و، د انا او پلار له مړینې وروسته یې ځکه رسنیو سره حال شریک کړ، چې د هغوی درملنې لپاره یې پیسې نه درلودې.

هغې ویلي و:

''نه غواړم زه هم له همدې تجربې تېره شم او د بې وزلۍ له کبله مرګ ته انتظار وکړم. ''

هغه خور سخته رنځوره شوې چې د ورور درملنې لپاره یې له ځانه خواړه سپمول

د ورور په کور کې بندیوانه خور

خور او ورور ۶۵ کاله وروسته ولیدل، خو په ژبه نه سره پوهېدل

د هغې ورور چې نوم یې نه دی یاد شوی، بیجینګ یوت ډیلي ورځپاڼې ته ویلي، خور یې د مړه کېدو پر مهال ۲۴ کلنه وه.

تېر کال ډاکټرانو ویل، د پوهنتون درېیم کال دغې محصلې پنځه کاله پوره خواړه نه دي خوړلي او له همدې کبله یې زړه او پښتورګو کې ستونزې پیدا شوې دي.

د وو هوایان مور د نوموړې څلور کلنۍ پر مهال مړه شوې وه او پلار یې لا هغه مهال مړ شو، چې دا په ښوونځي کې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه خور او ورور د چین ګوئیژو ایالت اوسېدونکي وو، چې د چین په بیوزوله ایالتونو کې راځي

انا یې تر یوه وخته پالنه کوله او وروسته یې یوه تره او ترور پالنه کوله، چې دوی ته یې هره میاشت ایله ۳۰۰ یووان ورکول. د دې پېسو ډېره برخه د اغلې هوایان مشر ورور پر درملنه لګېده، چې دماغي ستونزې لري.

له همدې کبله خپله هوایان ته د ورځې یوازې دوه یووان پاتې کېدل چې ویل کېږي تر پنځو کلونو پورې د مرچو او وریجو په خوړلو ګوزران کاوه. ډاکټرانو ویل، نوموړې کم خوراکۍ داسې حال ته رسولې وه، چې ان وروځې او د سر نیمايي ویښته یې تویې شوي وو.

اړونده مطالب