د روسیې ټولې کابینې استعفا وکړه

ولسمشر پوتین د چهارشنبې پر ورځ له لومړي وزیر دیمتري مېدیودیف سره لیدلي د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر پوتین د چهارشنبې پر ورځ له لومړي وزیر دیمتري مېدیودیف سره لیدلي

روسیه کې حکومت له هغه څو ساعته وروسته استعفا کړې، چې ولسمشر ولادیمر پوتین په اساسي قانون کې داسې پراخ بدلونونه وړاندیز کړل چې د نوموړي لپاره په واک کې د پاتې کېدو لامل کېدای شي.

لومړی وزیر دیمتري مېدیودیف وايي، د ولسمشر وړاندیزونه به په څرګند ډول په روسیه کې د واک انډول بدل کړي.

ښاغلي پوتین له ښاغلي مېدیودیفه غوښتي، د امنیت ملي شورا مرستیال شي، چې ښاغلی پوتین یې مشري کوي.

خو ولسمشر پوتین وروسته د مالیې خدمتونو مشر میخایل میشوستین د ښاغلي مېدیودیف پر ځای د لومړي وزیر په توګه نومولی دی.

دغه ناڅاپي اعلان داسې مهال کېږي چې د څلورم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د ښاغلي پوتین د واک پای ته رسېدو لپاره څلور کاله پاتې دي.

هغه کس چې ولادمیر پوتین یې ولسمشر کړ

په ۲۰۱۸ کې د ولادیمیر پوتین عاید څومره و؟

له پوتین سره مېلمستیا کې ګډون، ممثله زنداني کېدای شي

د اوسني اساسي قانوني له مخې ښاغلی پوتین د بلې دورې لپاره نه شي درېدای.

روسي مشر له دې مخکې د پارلمان دواړو جرګو ته وینا کې ویلي، د ټول هېواد په کچه به په دې اړه ټولپوښتنه وشي چې له ولسمشرۍ نه پارلمان ته واک ولېږدي.

د روسیې حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، وزیرانو ته د حکومت د استعفا له اعلانه مخکې په دې اړه هېڅ معلوم نه و.

د یوې سرچینې په وینا:

''دا په بشپړه توګه حیرانونکی اعلان و. ''

ښاغلی مدېودیف له اوږدې مودې راهیسې د روسیې لومړي وزیر په توګه کار کړی.

نوموړي له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د ولسمشر په توګه هم دنده درلوده، چې وروسته یې له ولسمشر پوتین سره دنده بدله شوه، چې له دې مخکې یې هم دوو دورو کې نوموړي د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده.

د روسیې اساسي قانون له مخې یوازې ولسمشر دوې دورې دنده پر مخ بیولای شي.

هغه مهال چې ولسمشر پوتین د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده، بیا هم نوموړي ته د هغه مهال د ولسمشر مېدیودیف تر شا د اصلي واکمن په نظر کتل کېدل.

اړونده مطالب