۲۰۱۹؛ تر ټولو ګرم دویم کال وبلل شو

د انځور حقوق Getty Images

درې باوري ادارو منلې، تير لس کلونه چې په ۲۰۱۹ کال پای ته ورسېدل د ریکارډ له ثبتولو راهیسې تر ټولو ګرم کلونه و.

د امریکا د ناسا، د امریکا د هواپوهنې او سمندرپوهنې ملې ادارې او د برتانیا هوا پوهنې ادارې له ۱۸۵۰ کال راهیسې د ریکارډونو ثبتولو له مخې ۲۰۱۹ د ځمکې تر ټولو ګرم دویم کال و.

له تېرو ۱۷۰ کلونو راهیسې چې ریکارډ ثبتېږي، پنځه وروستي کلونه هم تر ټولو ګرم بلل شوي دي، په داسې ډول چې هر یو له صنعتي دورې مخکې پرتله له یو سانتي ګراد ډېر ګرم شوی.

* سپین بامونه ریښتیا هم تودوخه کموي؟

* له ایرکنډیشن پرته د خونې د سړولو لارې

د برتانیا هواپوهنه وايي، ښايي په ۲۰۲۰ کال هم دا ګرمېدل دوام ولري.

۲۰۱۶ کال هم د ریکارډ له ثبتېدو راهیسې تر ټولو ګرم کال بلل شوی، په داسې ډول چې د ال نینو ښکارندې له پېښېدو سره تودوخه وخوځېده.

د برتانیا هواپوهنه وايي، له ۱۸۵۰ تر ۱۹۰۰ کلونو پرتله په ۲۰۱۹ کال د هوا د تودوخې منځنی یا اوسط ۱،۰۵ سانتي ګراد پورته و.

د ریکارډونو ماتېدل

د انځور حقوق IUCN
Image caption د هوا ککړتیا د ځمکې ګرمېدا او سمندر کې اکسېجن کمېدل د ډېرو اوبژوو ژوند ګواښي.

تېر کال اروپا په جون او جولای کې دوه لویې ګرمې څپې ولیدې، په داسې ډول چې فرانسه کې د ۴۶ سانتي ګراد درجې نوی ریکارډ جوړ شو.

دا ډول جرمني، هالنډ، بلجیم، لوګزامبورګ او برتانیا کې د خورا ګرم کال ریکارډ مات شو.

په اسټرالیا کې دوبی هوا له تېر ریکارډ نږدې یو سانتي ګراد پورته وه.

د هوا پوهنې نړیوال سازمان هم د کوپرنیک اقلیمي بدلون خدمتونو ادارې- چې د اروپا او جاپان هوا پوهنې سره تړلې- د ټولو شویو مالوماتو په کارولو سره نوې شننه کړې ده.

د دې شننې له مخې نړۍ تېر کال تر صنعتي دورې مخکې مهال پرتله ۱،۱ سانتي ګراد ډېره ګرمه وه.

د برتانیا د هواپوهنې ادارې په هډلي مرکز کې ډاکټر کالین موریس وايي: "د نړۍ د هوا په هکله زموږ ټول شوي مالومات ښیي چې ۲۰۱۹ کال له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ کلونو سره تر ټولو ګرم کلونه و. له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې هره لسیزه تر مخکې لسیزې ګرمه وه".

ولې ځمکه ګرمېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کال مختلفو هېوادونو کې د ګرمۍ له امله ځنګلونو اور واخیست.

شنونکي وايي، د انساني چارو له امله د کاربن ډېرېدلو تودوخه پرلپسې زیاته کړې ده.

د رویال هواپوهنې ټولنې غړی پوهاند لېز بنټلي وايي: "اتمسپر کې د ثبت شوي کاربن ډای اکساید کچه د اوس په څېر ډېره نه وه او د تودوخې او دې ګاز ترمنځ پوره اړیکه شته".

د کاربن ډای کسایډ زیاتېدو سره به د نړۍ تودوخه نوره هم ډېره شي.

د دې دریو ادارو د شمېرو له مخې تودوخه د سمندر په ژورو کې هم زیاته شوې ده او تېر کال سمندر کې تودوخه بې مخینې زیاتېدو سره تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ډېره وه.