د بربنډو فلمونو د زرګونو ستورو پټ مالومات په ډاگه شوي

د انځور حقوق VPNMENTOR

د سایبر امنیت څېړونکي وايي، د زرګونو پورن ستورو حساس شخصي او پټ یا محرم مالومات یوه وېبپاڼه کې پرلیکه شوي دي.

دوی بي بي سي ته وویل، داسې پرانیستی فولډر یې د امازون پوسي کش وېبپاڼې سرور کې ولید چې اته لکه پنځه اویا زره فایلونه لري.

د پورن شبکې ژوندۍ وېبپاڼه چې د ای اېم لایف نښه لري او نورو اړوند وېبپاڼو ویلي، داسې شواهد نه لري چې نور خلک دې فولډر ته لاسرسی ولري، ځکه دوی ژر تر ژره دې فولډر ته عامه لاسرسی بند کړی دی.

دا څېړونکي د بیو پرتله کوونکې وېبپاڼې وي پي اېن منېټور پورې تړلي دي

پوسي کش وايي: "د کارن یا کاروونکي د مالوماتو خوندیتوب او خصوصي حریم موږ تر تر ټولو مهم لومړیتوب او اندېښنه ده".

هغه زیاتوي: "کله چې وي پي اېن منیټور خبر کړو، نو موږ سملاسي ګام پورته کړ او پرانیستي فولډر ته مو لاسرسی ختم کړ".

څه شی خپاره شوي؟

خو وي پي اېن مانیټور یوه بلاګ کې وايي، هرڅوک دې مالوماتو ته لاسرسی لري چې له ۱۵ کلونو راهیسې تر تېرو څو اونیو مالومات پکې راځي او له څلور زره د ډېرو ماډلو دي.

په دې مالوماتو کې د ماډلې پوره نوم، پته، ټولنیز امنیتي نمبر، د زوکړې نېټه، ټلېفون نمبر، ونه، وزن او د بدن د نورو حساسو غړو اندازه ده.

دې فایلونو کې د دوی د پاسپورت، موټروانۍ لېسنس، کریډېټ کارډ او زوپاڼې( د زوکړې نېټې تاریخ سند) سندونو سکېن یا انځورونه خپاره شوي دي.

دې فولډر کې د دوی ویډیووې، بازار موندنې مواد، انځورونه، د ویډیو خبرې اترې او غږونه هم دي.

دا ماډلې د شمالي امریکا، لاتینې امریکا، چیک جمهوریت او هنګري دي.

د دې موادو خپرېدل ماډلې له دې "سخت ګواښ" سره مخ کوي، چې دوی د هویت غلا، درغلي، عامه سپکاوي، بلاک مېل کولو، شوکې، پېغور، دندې له لاسه ورکولو او خجالت سره مخ او "ژوند یې خورا سخت خراب" شی.

په کاسپیریسکي لب کې مخکښ امنیت څېړونکی ډیویډ اېم دا پېښه ریښتونې هیښوونکې بولي او وايي: ډېر حساس مالومات پکې دي چې دا خلک اغېزمنوي او د هویت غلا یا پېغور سره یې مخ کوي.

دا وروستۍ پېښه ده چې یوه کمپنۍ خپل شخصي سرور کې د مالوماتو خوندي کولو کې پاتې راځي.