د جاپاني وزیر رخصتي غوښتنه د خبرونو سرټکی شو

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

د جاپان د چاپېریال وزیر شینجیرو کوایزومي وايي، نیت لري د پلرولۍ رخصتي واخلي، خو دا پرېکړه یې ډېره نادره بلل کېږي او دغه هېواد کې د خبرونو سرټکی جوړه شوې.

ښاغلي کوایزومي ویلی، د ماشوم پیدا کېدو په لومړۍ میاشت دوه اونۍ رختصي اخیستل غواړي.

ماشوم یې د دې میاشتې وروستیو کې زېږي.

خو دا به جاپان کې اول ځل وي چې د کابینې وزیر د پلرولۍ رخصتي اخلي.

جاپان کې مور او پلار د ماشوم زېږېدو له امله تر کال رخصتي اخیستلی شي.

خو د کار د فشار له امله په ۲۰۱۸ کال یوازې شپږ سلنه پلرونو، خو ۸۲ سلنه میندو دا رخصتي اخیستې ده.

۳۸ کلن کوایزومي د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، اراده لري چې د نوي ماشوم زېږېدو لومړیو دریو میاشتو کې دوه اونۍ رخصت واخلي:

"ځکه په دې وخت کې مور تر ټولو درون بار پر اوږو لري، خو زه خپلو رسمي دندو ته لومړیتوب ور کوم او کړکېچ مدیریتوم، مخکې مې هم داسې کړي دي".

هغه دا هم ویلي چې د رخصتۍ پر مهال به ډېر برېښلیکونه ځوابوي، ویډیو کانفرانسونه به لري او له مرستیالانو به وغواړي چې د اړتیا پر مهال یې غونډو کې استازي وکړي.

کوایزومي دا هم ویلي چې د پارلماني غونډو په ګډون به له مهمو عامه چارو شا ته نه شي.

هغه له تېر کال راهیسې د پلرولۍ رخصتي اخیستلو خبرې کوې، خو دې خبرو یې تود بحث جوړ کړی دی.

په ځواب کې د جاپان دغه وزیر وايي: "د جاپان ټولنه بې نرمښته او ورسته ده، د ښه او بد په اړه ناندرۍ وهي، هغه هم په دې چې ما وویل زه زخصتي اخلم".

نوموړی د جاپان د یوه منلي لومړي وزیر جنیچیرو کوایزومي زوی دی او د جاپان سیاست کې ځلېدونکی ستوری بلل کېږي.

اړونده مطالب