په ټپه ولاړ ښارونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ټپه ولاړ ښارونه

د چین په یوه بل ښار کې هم عامه ترانسپورت درول کېږي او د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول کېږي. دا ځکه چې چارواکي هڅه کوي په دغه هېواد کې نوی وایرس کنټرول کړي. چارواکو لومړی په ووهان کې الوتنې او اورګاډي ودرول. وایرس په اول کې همدغلته پیدا شوی دی. اوس د څه باندې اوو میلیونو خلکو په ښار، خوان ګانګ کې هم هر څه په ټپه درول شوي دي. خلکو ته ویل شوي چې نه دې وځي. له نوي تنفسي کرونا وایرس تر اوسه ۱۷ کسان مړه شوي دي. څه باندې ۶۰۰ پرې اخته دي.

اړونده مطالب