د پوستې کارکوونکي د خلکو لیکونه د رسولو پر ځای خپل کور کې ساتل

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

جاپان کې پولیس وايي، د پوستې یا ډاک هغه کارکوونکي په هکله یې د معلوماتو راټولول پیل کړي، چې لسګونه زره لېږل شوي توکي یې په خپل کور کې ساتلي وو.

چارواکو پلازمېنې توکیو ته نژدې کاناګاوا سیمه کې د دغې سړي له کوره داسې ۲۴ زره شیان موندلي چې پرې لیکلو ادرسونو ته د رسولو پر ځای یې په خپل کور کې ساتلي وو.

رپوټونو کې ویل شوي دغه ۶۱ کلن سړي چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي ''د دې شیانو رسول خورا سخت کار و. '' خو ده دا هم ویلي، نه یې غوښتل د نورو همکارانو پرتله لټ ښکاره شي.

یوکاهاما پوستې د دغې موضوع په هکله له خلکو بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې د خلکو امانتونه به ورته ورسوي.

د پوستې ادارې دې څانګه کې پروسږ کال د داخلي پوښتنو ګروېږنو پر مهال د دغې موضوع په تړاو شکونه پیدا شوي وو او وروسته مسوول کس له دندې شړل شوی دی.

خو رپوټونو کې ویل شوي، دغه سړي له ۲۰۰۳ راهیسې لیکونه او پارسلونه خلکو ته د رسولو پر ځای په خپل کور کې ساتل. په محکمه کې د جرم ثابتېدو په صورت کې کېدای شي دغه کس د دریو کلونو لپاره زندان ته واستول شي او یا هم ۵۰۰ زره ین جریمه شي، چې د ۴۶۰۰ امریکايي ډالرو برابر کېږي.