هغه ډاکټر ومړ چې د کرونا ویروس خبرداری یې خپور کړی و

ډاکټر لي وینلیانګ د روغتون له بستره خپله تصویر خپور کړ د انځور حقوق DR LI WENLIANG
Image caption ډاکټر لي وینلیانګ د روغتون له بستره خپله تصویر خپور کړ

په چین کې د هغه ډاکټر مړینې سخته غوصه او خواشیني راپورته کړې، چې د کرونا ویروس په تړاو یې د خبرداري خپرولو هڅه کړې وه.

ډاکټر لي وینلیانګ د چین وهان ښار په یوه روغتون کې پر دغې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته ومړ.

ده په تېر دسمبر کې روغتیا پالانو ته یو پیغام استولی و او د داسې یوه ویروس خبرداری یې ورکړی و، چې د ده په نظر سارس نومي بل کرونا خونړي ویروس ته ورته دی.

خو پولیسو دغه ډاکټر ته هغه وخت خبرداری ورکړی و، چې 'جعلي خبرې پرېږدي ' او د 'ګنګوسو له خپرولو دې ډډه وکړي. '

د ډاکټر لي پلار لي شويينګ بي بي سي ته وویل: ''هغه تشې ګنګوسې نه خپرولې، اوس دغه دی چې په واقعیت بدلې شوې، زما زوی فوق االعاده و. ''

د چینايي وېبپاڼې پیر ویډیو په یوه رپوټ کې ویل شوي دي، د ډاکټر لي مېرمن مېندواره ده او په جون کې به یې ماشوم وزېږي.

دغه ویروس په تنفسي نظام کې له سختو ستونزو سره پیلېږي، چې په نښو نښانو کې معمولاً تبه هم ورسره وي او وروسته ناروغ ته وچ ټوخی ورپیدا کېږي.

چینايي روغتیا پالان وايي، تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي ډېری کسان د ۶۰ کلنۍ له عمر پورته و او یا یې نورې روغتیايي ستونزې هم درلودې.

په چین کې د فساد مخنیوي ادارې چارواکو ویلي، 'د ډاکټر لي په هکله د موضوعاتو ' څېړنه به پیل وکړي.

د چین پر لوړ پوړو چارواکو له مخکې تورونه پورې شوي، چې د دغې ناروغۍ د خطر کچه یې ټيټه بللې او د موضوع پټولو هڅه یې کړې ده.

چارواکو د دغې ناروغۍ مخنیوي په چارو کې 'نیمګړتیاوې ' منلې دي. تر اوسه د دغه ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳۶ ته رسېدلی دی.

د شنونکو په وینا سخته ده چې په دا وروستیو کلونو کې داسې کومه پېښه یاده شي، چې په هکله یې پر خواله رسنیو دومره ډېره غوصه او خواشیني څرګنده شوې وي.

د چین پر ويېبو نومې خواله رسنۍ دوه هشټګونه چې تر ټولو ډېر لاس پر لاس کېدل د 'وهان حکومت د یوې بښنې لپاره د ډاکټر لي وینلیانګ پوروړی دی ' او بل 'موږ د بیان ازادي غواړو ' تر سرلیکونو لاندې وو، خو دغه دواړه هشټګونه ډېر ژر سانسور شول.

کله چې بي بي سي د جمعې پر ورځ د دې هشټګونو لټون کاوه، سلګونه زره پیغامونه ترې لېرې کړل شوي وو او یوازې د ګوتو په شمېر یې پاتې وو. په یوه پیغام کې لیکل شوي وو:

''دا یوازې د یوه افشا کوونکي مړینه نه ده، بلکې د یوه اتل مړینه ده. ''

د چین لپاره د بي بي سي خبریال سټیفن مکډونیل وايي، د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د بیجینګ هڅو په چین کې د ولسمشر شي ژینپینګ په مشرۍ د حکومتولۍ تر ټولو ناوړه اړخونه رابرسېره کړل.

ډاکټر لي چې د سترګو ناروغیو درملنې ماهر و، له خپل لومړني خبرداري یوه میاشت وروسته یې پر خواله رسنۍ وېیبو د روغتون له بستره خپله کیسه خپره کړه.

نوموړي داسې ۷ ناروغان لیدلي وو، چې سارس ته په ورته ویروس اخته معلومېدل.

سارس په ۲۰۰۳ کال کې په نړیواله کچه خپور شوی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هانګ کانګ اوسېدونکو د ډاکټر لپاره د درناوي مراسم ترتیب کړي وو

د دسمبر پر ۳۰ مه نوموړي ملګرو ډاکټرانو ته د خواله رسنۍ له لارې په یوه پیغام کې ویلي و، چې پر ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره باید احتیاطي تدبیرونه وکړي او ځانګړي کالي واغوندي.

څلور ورځې وروسته نوموړی د امنیت ځايي مرکز ته غوښتل شوی و او پر یوه کاغذ د لاسلیک امر ورکړل شوی و.

په هغه کاغذ کې پر ډاکټر لي د جعلي خبرونو خپرولو تور پورې شوی و چې له کبله یې ګواکې 'عامه امنیت ته سخت زیان رسېدلی. '

وروسته ځايي چارواکو له ډاکټر لي بښنه غوښتې وه. په هغه پیغام کې چې پر وېیبو خپور شوی و، نوموړي ټوله کیسه تېره کړې وه، چې څنګه د جنورۍ پر ۱۰ ټوخي ونیو، په بله ورځ یې تبه شوه او دوې ورځې وروسته په روغتون کې بستري شو.

د نوموړي بدن کې کرونا ویروس د جنورۍ پر ۳۰ تشخیص شوی و.

اړونده مطالب