کورونا ویروس په یوه ورځ ۹۷ تنه وژلي

د وهان په یوه روغتون کې د کورونا ویروس له امله یو ناروغ تر درملنې لاندې دی. د انځور حقوق Reuters
Image caption د وهان په یوه روغتون کې د کورونا ویروس له امله یو ناروغ تر درملنې لاندې دی.

په چین کې کرونا ویروس په یوه ورځ ۹۷ تنه وژلي چې دا یې تر ټولو زیاته مرګونې ورځ وه، په دې ناروغۍ د ککړو کسانو شمېر له ۴۰ زرو واوښت. د چین دولت وویل، شاوخوا ۳۲۰۰ ککړ کسان یې له روغتونونو رخصت کړي دي.

بیجېنګ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو شمېر ۹۰۸ تنو ته ورسېد او له ۹۰ سلنو زیات یې په وهان کې مړه شوي دي. چین همدارنګه اعلان وکړ چې په دې ویروس ۱۸۷,۵۱۸ اخته کسان درملل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د چین پلازمېنې بیجېنګ ته روغتیايي څېړونکي د مرستې لپاره استولي دي.

په چین کې د دوشنبې ورځې په پیل سره میلیونونه کسان چې تر دې دمه یې رخصتي وه بېرته دندو ته ستانه شوي همدارنګه د کورونا ویروس د خپراوي اندېښنې زیاتې شوي دي.

بريتانيا: کورونا جدي گواښ دى

د بريتانيا روغتيا وزارت کورونا ويروس ولسي روغتيا لپاره جدي او څرگند گواښ بللى.

دغه هېواد کې د ياد ويروس د خپرېدا مخنيوي په موخه، د مشکوکو وگړو د قرنطين کولو لپاره اړوندو چارواکو ته لا زيات واک ورکړل شوى دى. دا پرېکړه داسې مهال مخې ته راځي په دغه هېودا کې پر دغه ويروس د څلورو نورو کسانو د اخته کېدو خبرونه مخې ته راغلي. اوسمهال بريتانيا کې د کورونا د ويروس اته پېښې ثبت شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په هوبي او وهان ښارونو کې ۱۰۸میلیونه خلک اوسیږي چې د دې ویروس اصلي مرکز دی

په هوبي او وهان ښارونو کې ۱۰۸میلیونه خلک اوسیږي چې د دې ویروس اصلي مرکز دی او لایې هم ډېری سیمې او لارې بندې دي، قرنطین شوي دي.

چارواکي یې وايي، څو لوی شرکتونه او کارخونې لا به هم تړلې وي. ښوونځي به ۲۰ ورځې نورې هم تړلې وي او زرګونه تنه ادارو ته د تګ پر ځای به خپلو کورونو کې دندې پر مخ بیايي.

د دې ویروس ۹۰ سلنه قربانیانو د چین په هوبي کې وژل شوي دي. د وهان مرکز هوبي ددې ویروس سرچینه پیژندل شوې او ډېری زیان یې له همدې امله لیدلی دی.

د روغتیا د نړيوال سازمان مشر تدوروس اهانوم ګبریسیون هم د شنبې په ورځ ویلي هغه شمېرې چې د کورونا ویروس له امله په هوبي کې وې تر وروستي څلورو ورځو په پرتله ثابتې وې.

د انځور حقوق KEVIN FRAYER
Image caption یوه مېرمن له خپل ماشوم سره چې دواړو د ویروس له وېرې ماسکونه اچولي

ډاکټر تدروس تر ډېره د چین له دولت غوښتي چې ددې ویروس د خپراوي په موخه خپل تدابیر له هوبي بهر جدي کړي او ویلې یې دي چې ددې ویروس ثابتول به د مهار لپاره یو فرصت وي.

په برتانیا کې د چین سفیر د بي بي سي خبریال اندرو مار ته ویلي: "دا به ډېره ستونزمنه وي چې د خپراوي د درېدو وړاندوېینه وکړو، خو د هوبي قرنطین کولو تر اوسه ښه ګټه کړې."

په برتانیا کې د چین سفیر لویو شیایومینګ د کرونا ویروس د "بشریت دوښمن" یاد کړ او ویې ویل چې دې ویروس له کبله ناروغي د "کنټرول او د درملنې وړ ده"، نو ځکه باید خلک وېره ونه لري.

ورته مطالب