د ایران سپوږمکۍ توغول له ماتې سره مخ شول

د انځور حقوق FARS

د ایران دولتي تلوېزیون وايي، د دغه هېواد د "ظفر" سپوږمکۍ ماموریت له ماتې سره مخ شو. دا تلوېزېون زیاتوي، ظفر سپوږمکۍ په بریالیتوب وتوغول شوه، خو مدار ته ونه رسېده.

د ایران د دفاع وزارت د تشیالي (فضايي) چارو ویاند احمد حسیني وايي: "سپوږمکۍ وړونکي سیمرغ، ظفر سپوږمکۍ په بریالیتوب تشیال ته وتوغوله، خو له اړتیا وړ چټکتیا سره یې سپوږمکۍ مدار ته ونه رسوله، راتلونکې توغونه کې به لا اړین ګامونه پورته شي."

ټاکلې وه دا سپوږمکۍ د شنبې په ورځ وتوغول شي، خو د ایران حکومتي خبري اژانس ایرنا وویل "نن شنبه د سپوږمکۍ د توغولو خبره نشته" او "د تشیال مدار ته د ظفر سپوږمکۍ لېږل راتلونکو ورځو ته ځنډول شوي دي."

اوس د ایران د اړیکو وزیر محمد جواد اذري وايي، ایران د ظفر۲ سپوږمکۍ راتلونکی لمریز کال درېیمه میاشت کې توغوي.

ښاغلي اذري زیاته کړه: "ظفر سپوږمکۍ د مدار ۵۴۰ کیلومترۍ ته ورسېده، خو مدار کې د ځای په ځای کېدو لپاره اړتیا ده چې سپوږمکۍ وړونکی اوه زره څلور سوه کیلومتره چټکتیا ولري، خو دا چټکتیا یې پوره نه کړه."

د نوموړي په خبره، په دې سبب سپوږمکۍ له ستونزې سره مخ شوه، چې مدار ته نه ننوته او هند سمندر کې وغورځېده.

څو ورځې مخکې د ایران د تشیالي ادارې مشر مرتضی برابري ویلي و چې دا ۱۱۳ کیلوګرامه سپوږمکۍ به په سیمرغ توغندي سره له ځمکې ۵۳۰ کیلومتره لوړو ته وتوغول شي او ورځانه به ۱۵ ځله له مدار وچورلي.

سیمرغ "څو پړاویز" سپوږمکۍ وړونکی توغندی دی، چې د ایران هوا-تشیال صنایغو جوړ کړی او پر ۱۳۸۸ کال نندارې ته وړاندې شو.

د رپوټونو له مخې اول ځل پر ۱۳۹۶ کال سیمرغ تشیال ته وتوغول شو، خو امریکايي سرچینو ویل چې دا توغول بریالي نه و او د توغېدو پر مهال یا مدار ته له رسېدو مخکې وچاود.

ورته مطالب