کرونا ویروس ناروغۍ ته د کوویډ - ۱۹ رسمي نوم ورکړل شو

د انځور حقوق EPA
Image caption د ناروغۍ لپاره نوم داسې مهال اعلانېږي چې د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰۰ ډېر شوی او زرګونه کسان پرې اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د هغې ناروغۍ رسمي نوم چې د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوې، Covid-2019 دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم غیبریسس جنیوا کې خبریالانو ته وویل:

''موږ اوس د دغې ناروغۍ لپاره یو نوم لرو او هغه نوم دی، کوویډ-۲۰۱۹. ''

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰۰ ډېر شوی او زرګونه کسان پرې اخته شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناروغۍ مخنیوي چارو لړ کې پر چارواکو نیوکې ډېرې شوې دي

دغه ویروس ته د اوسنۍ خپرېدا مناسبت پر ځای د کرونا ویروس نوم د ویروسونو له مشخصې ډلې سره د دغه ویروس د تړاو په مناسبت ورکړل شوی دی.

څېړونکو له مخکې لا د بدنامۍ مخنیوي او له ناسم پوهاوي د خوندیتوب لپاره د یوه رسمي نوم غوښتنه کوله.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر زیاته کړه:

''موږ باید یو داسې نوم موندلای وای، چې یوې مشخصې جغرافیې، یوه حیوان، یوه شخص یا د خلکو ډلې ته اشاره پکې نه وي، په ویلو کې اسان وي او له ناروغۍ سره تړاو ولري. ''

نوموړي زیاته کړه:

''د یوه نوم درلودل ځکه مهم دي چې د نورو ناسمو نومونو کاروولو مخه ونیول شي او د بدنامۍ یا نورو نومونو کارېدو مخنیوی وشي او دې سره دا موږ ته په راتلونکي کې د کرونا ویروسونو خپرېدو پر مهال د کاروولو لپاره یوه رسمي بڼه راکوي. ''

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي، چې په چین کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۱۶ ته ورسېد او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴۲ زرو واوښت.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راپورونه وايي څو تنه لوړپوړي چینايي چارواکي هم د کورونا ویروس له امله له دندو ګوښه شوي

له دې سره د چین ولسمشر شي جېن پېنګ په یوه بې ساري اقدام سره د دې هېواد د پلازمېنې بیجنګ لارو کوڅو ته ووت، څو تنه لوړپوړي چینايي چارواکي هم د کورونا ویروس د مخنیوي په چاره کې د پاتې راتلو له امله له دندو ګوښه کړل شوي دي.

د دې ویروس له امله پرون د دوشنبې ورځ تر ټولو مرګونې وه، پر دې ورځ ۱۰۳ تنه ووژل شول چې د مړو شمېر ۱۰۱۶ ته ورسېد.

له دې سره، سره د دوشنبې پر ورځ په کورونا ویروس د تازه اخته شویو کسانو په شمېر کې شل سلنې کموالي د دې ناروغۍ د کنټرول هیلې زیاتې کړې.

د هوبي ولایت د روغتیا کمېسیون د دوشنبې پر ورځ خبر ورکړ چې طبي ازمایښتونو ښودلې چې ۲۰۹۷ تنه نوي په دې ویروس اخته شوي، دا شمېر د وړمې ورځې (یکشنبې) د شمېر پرتله چې ۲۶۱۸ و، ۲۰ سلنه کموالی ښيي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د چین ولسمشر شي جېن پېنګ په یوه بې ساري اقدام سره ددې هېواد د پلازمېنې بیجنګ لارو کوڅو ته ووت

کله چې د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر له زرو واوښت، چین څو لوړپوړي چارواکي د دې ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله له دندو "ګوښه" کړل.

په هوبي کې د روغتیا په چارو کې د چین د کمونېست ګوند استازی او همدارنګه د روغتیا د کمېسیون رئیس په دې ګوښه شویو چارواکو کې دی.

په دې سیمه کې د سره صلیب ځايي مرستیال هم په دنده کې د "پاتې راتلو" له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د چین دولت وویل، هغه شاوخوا ۳۲۰۰ کسان یې له روغتونه رخصت کړي چې په کورونا ویروس اخته شوي و.

بیجېنګ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کورونا ویروس له امله د وژل شویو شمېر ۹۰۸ تنو ته ورسېد او له ۹۰ سلنو زیات یې په وهان کې مړه شوي دي. چین همدارنګه اعلان وکړ چې په ټوله کې ۱۸۷,۵۱۸کسان تر درملنې او طبي ازمایښتونو لاندې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د چین پلازمېنې بیجېنګ ته روغتیايي څېړونکي د مرستې لپاره استولي دي.

ددې ټولنې مشر تیدروس ادهانوم غیبریسوس ویلي چې د چین کلیوالو سیمو کې روغتیایي بنسټونه دومره ښه سمبال نه دي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

دا ټولنه وایي کلیوالو ډاکټرانو ته دې هرومرو د مخ ماسکونه او روغتیایي وسایل ورکړل شي چې پخپله د دوی د اخته کېدو مخه ونیول شي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې لوی مشر چې په ژنیو کې یې د روغتیایي او ساینسي کارپوهانو د یوې دوه ورځنۍ غونډې پیل کې وینا کوله وویل چې په کورونا ویروس د اخته کېدو ۹۹ سلنه پېښې دننه چین کې دي، خو ګواښنه یې وکړه چې خپرېدا یې نورې نړۍ ته هم ډېر لوی ګواښ دی.

په چین کې د دوشنبې ورځې په پیل سره میلیونونه کسان چې تر دې دمه یې رخصتي وه بېرته دندو ته ستانه شوي .

ورته مطالب