حافظ سعید په ۱۱کاله بند محکوم شو

حافظ سعید د انځور حقوق Getty Images
Image caption حافظ سعید د هند د ممبيي ښار په برید کې په لاس لرلو هم تورن و

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې د جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ سعید ته په دوه قضیو کې د یوولس کلن بند سزا واوروله.

په لاهور او ګوجرانواله کې دوه جلا ثبت شویو قضیو کې محکمې حافظ سعید ته د پنځه نیم- پنځه نیم کلونو بند سزا ورکړې ده. نوموړی د ترهګرۍ لپاره د بسپنې په راټولولو او د ناقانونه ډلې غړیتوب تور لګول شوی و.

خو د پاکستان د قانون له مخې حافظ سعید به یوازې پنځه نیم کاله په بند کې تیروي، ځکه دواړه سزاګانې په یو مهال عملي کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې د حافظ سعید په ګډون د دې ډلې یو شمېر مشران د ناقانونه بسپنې په راټولولو رسماً تورن شوي و، هغه وخت دوی له لګول شوي تورونه بې بنسټه ګڼلې و او ادعا یې کوله چې پر پاکستان د نړیوال فشار له کبله د دوی پرضد دا قضیه جوړه شوې ده.

د حافظ سعید او د هغه د نورو ملګرو پرضد دا قضیه د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا ثبت شوې وه ، وروسته دوی د ۲۰۱۹ کال د جولايي په ۱۷ د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې ونیول شول.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې په وینا د جماعت الدعوة ، لشکر طیبه او فلاح انسانیت ټولنو د چارو په اړه پراخې څېړنې پيل شوي دي. محکمې ویلي: "دې ډلو د ترهګریزو کړنو لپاره بسپنه راټوله کړې او بیا یې د دې بسپنې په کارولو شتمنۍ ترلاسه کړي او بیایې دا شتمني د ترهګریزو کړنو لپاره د نورو بسپنو په تر لاسه کولو کې کارولي دي. "

د تېر میلادي کال په مارچ میاشت کې پاکستان جماعت الدعوة ډله ناقانونه اعلان کړه.

حافظ سعید له دې وړاندې هم په ورته تورونو کې نیول شوي و، په ۲۰۱۴ کې امریکا د حافظ سعید جماعت الدعوة ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړه، هغه چاته د لس ملیونه ډالرو انعام ورکولو اعلان هم کړی و چې د حافظ سعید پ اړه معلومات ورکړي.

له هغه وروسته پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې وویل، د جماعت د جماعت الدعوۃ په ګډون یې د هغو ټولو تنظیمونو شتمنۍ کنګل کړې چې ملګرو ملتونو ترهګرې ډلې بللې دي، خو د حافظ سعید په تړاو د پاکستاني چارواکو پخوانی دریځ دا و چې ''د دوی خلاف د پاکستان محکمو کې هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې او یا داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې دوی په ترهګرۍ کې لاس لري.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د حافظ سعید په اړه د معلوماتو په بدل کې د لس ملیونه ډالرو انعام اعلان کړی و

حافظ سعید له دې مخکې هم څو ځله کور کې نظر بند شوی دی. د ۲۰۱۷ کال جنورۍ کې نوموړی لاهور کې نظر بند شو او د شنونکو په وینا لامل یې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینانشل اېکشن ټاسک فورس له تور لېسته د پاکستاني چارواکو ځان ژغورنې هڅه وه.

له هغه مخکې ۲۰۰۸ کال کې د هند ممبۍ کې له بمي بریدونو وروسته هندي چارواکو پر نوموړي هغو بریدونو کې د لاس لرلو تور پورې کړ او پاکستان د ۲۰۰۸ کال په دسمبر کې حافظ سعید نظر بند کړ.

چارواکو د نوموړي د تنظیم دفترونه هم تړلي وو، خو په ظاهره یې د نظر بند کېدو لامل د ملګرو ملتونو له لوري پرې لګېدلي بندیزونه وبلل شول.

ورته مطالب