د روغتیا نړیوال سازمان: له چینه بهر د کورونا ویروس خپرېدل نه دی چټک شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کووید-۱۹: پر پنځو ټکو باید پوه شو

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د چین په هوبې ایالت کې د نوي کورونا ویروس له کبله د مړینې کچې له ناڅاپي ډېرېدو سره هم له چینه بهر د دغه ویروس خپریدو بڼه ډېره چټکه نه ده.

یوازې یوه کښتۍ استثنا بلل شوې، چې پر جاپاني ساحل لنګر شوې او ۴۴ نوي ناروغان پکې تشخیص شوي، چې ورسره هلته ټولې قضیې ۲۱۸ ته رسېدلې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په خبره دې سره د کرونا ویروس له کبله د مړینې او د ناروغۍ د سختۍ په بڼه کې هم کوم بدلون نه دی راغلی.

د چهارشنبې پر ورځ د چین په هوبې ایالت کې د نوي کورونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴۲ تنو ته ورسېد، چې د دغه ویروس له خپرېدو راهیسې دا تر ټولو خونړۍ ورځ ثابته شوه.

دغه راز د هغو کسانو شمېر چې پر کووید-۱۹ نومي دغه ناروغۍ اخته دي، ۱۴۸۴۰ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي بېړنیز حالت سمبالونکې څانګې مشر مایک ریان د دې تازه شمېرو په تړاو وايي:

''دا د ناروغۍ مسیر په بدلون کې د پاموړ بدلون نه ښيي. ''

ښاغلی ریان زیاتوي، له چینه بهر تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او په ۲۴ هېوادونو کې یې ۴۴۷ قضیې ثبت شوې دي.

بل لور ته جاپان د پنجشنبې پر ورځ په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله لومړۍ مړینه اعلان کړه، چې ویل کېږي یوه اتیا کلنه ښځه وه، چې توکیو ښار ته نژدې اوسېده.

د جاپاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دغې ښځې په بدن کې له مړینې وروسته کرونا ویروس تشخیص شوی دی او ویل کېږي چې دغې ښځې په ظاهره د چین له هوبې ایالت سره هېڅ تړاو نه درلود، چې لومړی ځل دغه ناورغي پکې خپره شوه.

د انځور حقوق Getty Images

چینايي چارواکو د تازه شمېرو له خپرېدو وروسته په هوبې ایالت کې دوه لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

په هوبې کې د ناروغي د تشخیص لپاره نوي معیارونه ټاکل شوي دي، چې له کبله یې د اغېزمنو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د چهار شنبې تر ورځې پورې په هوبې کې چې دغه ناروغي په کې لومړی ځل خپره شوه، د ناروغ تشخیص شویو کسانو شمېر تر ډېره حده ټیکاو درلود.

خو په دغه ایالت کې د تازه مړینې او ناروغانو د تشخیص له کبله په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۳۵۰ اوښتی او د ناروغ تشخیص شویو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته رسېدلی دی.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، له چینايي چارواکو د ناروغانو تشخیص په لړ کې د (لا روڼتيا) غوښتنه کوي.

په دغه ایالت کې اوس تایید شوې قضیې هغه بلل کېږي چې په کلینک کې تشخیص شي.

مانا یې دا ده چې اوس هغه قضیې هم پکې شاملې بلل کېږي، چې یوازې د عادي معایناتو پر ځای یې په سټي سکن معایناتو کې هم په سږو کې د انفکشن نښې نښانې ولیدل شي.

په تازه مړه شویو ۲۴۲ کسانو کې ۱۳۵ داسې دي، چې له همدې (کلینیکي) لارې یې ناروغې تشخیص شوې وه. په بل عبارت له نوي تعریف پرته تر چهارشنبې پورې په هوبې ایالت کې د مړه شویو کسانو شمېر ۱۰۷ و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کېدای شي یو واکسین وموندل شي، خو په خبره یې ښايي وخت به واخلي

د ایالت په ټولو ۱۴۸۴۰ قضیو کې ۱۳۳۳۲ یې په کلینکي توګه تشخیص شوي دي. په ټول کې دغه ایالت کې اوس ۴۸ ۲۰۶ کسانو کې دغه ویروس تشخیص شوی دی.

بل لور ته په هوبې کې د کمونیست ګوند سکرتر جیانګ چاولیانګ پر ځای په شنګهای کې د ګوند ځايي مشر ینګ یونګ پر دنده ګومارل شوی او د وهان مرکزي ښار ګوندي مشر هم له دندې لرې شوی دی.

د ویروس له خپرېدو وروسته په هوبې کې دا لومړی ځل دی، چې ګوندي چارواکي یا ګوښه کېږي یا یې پر ځای بل کس ګومارل کېږي. له دې مخکې د روانې اونۍ پیل کې یو شمېر روغتیايي چارواکي له دندو ګوښه شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب