کورونا ویروس؛ چینايي چارواکو د اغېزمنو روغتیا پالانو شمېر خپور کړ

وهان چارواکو د ګڼ شمېر ناروغانو درملنې لپاره په روغتونونو کې اضافي بسترونه لګولي دي. د انځور حقوق AFP
Image caption وهان چارواکو د ګڼ شمېر ناروغانو درملنې لپاره په روغتونونو کې اضافي بسترونه لګولي دي.

په داسې حال کې چې له کرونا ویروسه د روغتیاپالانو خوندیتوب وسایلو او تجهیزاتو لږوالي شکایتونه کېږي، چینايي چارواکو د هغو روغتیا پالانو شمېر خپور کړی دی، چې پر دغه ویروس اخته شوي دي.

چارواکي وايي، د ویروس له خپرېدو وروسته تر اوسه پورې شپږ روغتیا پالان مړه شوي دي او ۱۷۱۶ نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

یوه اونۍ مخکې د دغې ناروغۍ له کبله د لي وینلېانګ نومي ډاکټر له مړینې وروسته په ولس کې په پراخه کچه غم او غوسه راوپارېدل.

ډاکټر لي لومړنی کس و، چې هڅه یې کړې وه، چارواکو ته د ویروس خپرېدو په هکله خبرداری ورکړی.

د وروستیو رسمي شمېرو له مخکې د کورونا نوي ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر اوس له ۱۳۰۰ اوښتی دی.

په ورستیو مړو شویو کسانو کې ۱۲۲ په چین کې دي، چې ورسره ټولټال شمېر ۱۳۸۱ ته رسېدلی دی.

د دغه هېواد د روغتیا ملي کمېسیون په خبره پر ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر اوس ۶۳ زره ۹۲۲ کسانو ته رسېدلی دی.

له دې مخکې پرون پنجشنبه د روغتیا نړیوال سازمان مسئولینو وویل، 'د چین په هوبې ایالت کې د نوي کورونا ویروس له کبله د مړینې کچې له ناڅاپي ډېرېدو سره هم له چینه بهر د دغه ویروس خپریدو بڼه ډېره چټکه نه ده. '

یوازې یوه کښتۍ استثنا بلل شوې، چې پر جاپاني ساحل لنګر شوې او ۴۴ نوي ناروغان پکې تشخیص شوي، چې ورسره هلته ټولې قضیې ۲۱۸ ته رسېدلې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption "اېم اېس ویسټرډام" سیاحتي بېړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په خبره 'دې سره د کورونا ویروس له کبله د مړینې او د ناروغۍ د سختۍ په بڼه کې هم کوم بدلون نه دی راغلی. '

د روغتیا پالانو حال

د چین روغتیا ملي کمېسیون مرستیال مشر زېنګ شیشین وايي، په وهان ښار کې چې لومړی ځل دغه ویروس پکې خپور شو، پر دغې ناروغۍ ۱۱۰۲ روغتیاپالان اخته شوي دي او ۴۰۰ نور روغتیا پالان د وهان ښار اړوند هوبې ایالت په نورو سیمو کې پر دغه ویروس اخته شوي دي.

نوموړی وايي، پر ویروس د اخته روغتیا پالانو شمېر کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي دي:

''پر روغتیايي کارکونکو کاري فشار خورا ډېر دی، د ارام کولو لپاره لږ فرصت لري، تر فزیکي فشار لاندې دي او د ویروس اخیستو له جدي خطر سره مخامخ دي. ''

د انځور حقوق LI WENLIANG
Image caption ډاکټر لي وینلېانګ د وهان یوه روغتون کې د خدمت پر مهال پر کرونا ویروس اخته او ومړ

ځايي چارواکي هڅه کوي، روغتونونو ته د خوندیتوب وسایل لکه ماسکونه، ځانګړې عینکې او کالي ورسوي.

یوه ډاکټر اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، ۱۶ همکارانو کې یې پر ویروس د اخته کېدو نښې، نښانې لیدلي دي.

"پرېښودل" شوې سیاحتي بېړۍ اخر چېرې ودرېده؟

بل لور ته هغې سیاحتي بېړۍ ته بالاخره په کمبودیا کې د درېدو اجازه ورکړل شوه، چې په سمندر کې له دې کبله پرېښودل شوې وه ګني د سپرو په اړه یې دا اندېښنه وه چې- کووید-۱۹ ویروس- ښايي ولري.

په وروستیو ورځو کې، پنځو اسیايي بېړۍ تمځیو دې "اېم اېس ویسټرډام" بېړۍ ته پخپلو سمندرغاړو کې د درېدو اجازه نه وه ورکړې.

په جاپان کې یوه بله روغتیايي بېړۍ هم له ورته برخلیک سره مخامخ ده، چې د کورونا ویروس څه باندې ۲۰۰ پېښې پکې ثبت شوې دي.

خو په ویسټرډام بېړۍ کې - چې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان یې لېږدول، تر اوسه د کورونا ویروس هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د تېرې سې شنبې په ورځ هڅه دا وه چې دا بېړۍ په بنکاک کې لنګر واچوي، خو اجازه ور نه کړل شوه.

له دې بېړۍ سره د تایلنډ یوه بېړۍ هم د تایلنډ له ټاپو پورې وتو پورې ملګرتیا کړې او کمبودیا ته یې رخصت کړې ده.

د پنجشنبې په سهار، بالاخره دا بېړۍ سیهانوکویل ښار ته ورسېدا او هلته د لنګر اچولو اجازه ورکړل شوه.

د بېړۍ یوې امریکایۍ مساپرې انجیلا جونز رویټرز ته ویلي: "نن ګهیځ مو چې ځمکه ولیده ډېره د حیرانتیا خبره وه. سوچ مې وکړ او ومې ویل: ایا دا رښتیا ده؟"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بېړۍ سپاره اړ وو چې د وخت تېرولو لپاره ځانونه بوخت وساتي

ویسټرډام بېړۍ، چې د هالنډ امریکا لاین شرکت اړوند ده، له هانګ کانګه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه خوځېدلې وه چې لومړی پکې ۱۴۵۵ مساپر او د بېړۍ ۸۰۲ عمله وه.

په پام کې وه چې دا بېړۍ به ټیک دوه اونۍ سفر کوي. تر ۱۴ ورځني سفر وروسته یې د سونتوکو او خوراکي توکو د پای ته رسېدو وېره ډېره شوه.

پر تایلنډ سربېره، ټایوان، فیلیپین، جاپان او ګوام ټاپو هم مخکې ددې بېړۍ له منلو انکار کړی و.

جونز وايي: "ډېرې داسې شېبې راباندې راغلې چې ګومان مو کاوه موږ خپل هېواد ته ستانه یو، خو هېچا زموږ هرکلی ونه کړ."

د انځور حقوق AFP
Image caption پر اېشین ایرلاینز هوايي شرکت د کورونا ویروس خپرېدو له کبله سخت اغېز شوی

د بېړۍ یوه ماڼو وینسنټ سمېت وویل، بېړۍ ته له سیهانوکویل ښار بهر د درېدو اجازه ورکړل شوه، چې چارواکي د مساپرو روغتیايي ازموینې وکړي.

بیا نو مساپر له بېړۍ وتلی شي او خپلو اصلي هېوادونو ته ستنېدلی شي.

په کمبودیا کې د امریکا سفارت ویلي، یوه ډله یې د خپلو وګړو د ایستلو لپاره استولې ده.

ورته مطالب