افشا شوي اسناد: "اویغوریان د ږیرو، حجاب او انټرنېټ له کبله بندیان شوي''

چین د انځور حقوق UHRP

بي بي سي داسې کره او پياوړي اسناد ترلاسه کړي چې ښيي څنګه چین د بندغالو 'اجباري کمپونو' منځ کې د زرګونه مسلمانانو برخلیک په اړه پرېکړې کوي.

د سینکیانګ د غربي سیمې د څه باندې درې زره کسانو شخصي معلومات چې شاوخوا ۱۳۷ پاڼې دي، د دې سیمې د خلکو ورځنۍ چارې په ګوته کوي.

دوی څو وخته لمونځ کوي، څنګه کالي اغوندي، له چا سره اړیکې لري او د دوی کورنۍ له یو بل سره څنګه چلن کوي او ورته نور معلومات په دې اسنادو کې راټول شوي دي.

چین هر ډول ورانکاري ردوي او ادعا کوي چې مبارزه یې له "تروریزم او مذهبي بنسټ پالنې" سره ده.

دا اسناد د چین له سینکیانګ نه د سر په بیه له هغې سرچینې راغلي چې تېر کال یې هم په دې تړاو ډېر حساس معلومات خپاره کړي و.

په سینکیانګ کې د چین د تګلارو په اړه د نړۍ مخکښ کارپوه او په واشنګټن کې کمونېزم د قربیانیانو د یادګار بنسټ مشر، ډاکټر اېډریان زینز په دې باور دی چې وروستۍ افشاګرۍ ریښتینې دي:

"دا تر ننه تر ټولو پياوړي او د پام وړ اسناد دي چې ښيي بیجېنګ په فعاله توګه د نورمالو مذهبي او کلتوري فعالیتونو او باورونو له کبله خلک ربړوي او سزا ورکوي."

په دې اسنادو کې "د ټریننګ څلورم نمبر مرکز" په نوم هغه کمپ هم یاد شوی او ډاکټر زینز هم پېژندلی چې د تېر کال په مې میاشت کې د چینايي چارواکو په غوښتنه بي بي سي ورغلې وه او دا کمپ یې لیدلی و.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
'ټېک‌ټاک' له افغان-امریکایۍ پېلغوټې بښنه وغوښته

د بي بي سي د ټیم لخوا ډېری موندل شوي شواهد داسې ښکاري چې د نویو اسنادو لخوا تایید شوي وي، چې ډېری یې د خلکو د محرمیت ساتلو په موخه نه دي خپاره شوي.

په دې اسنادو کې د ۳۱۱ کسانو د څېړنو، د دوی مخینې، مذهبي عادتونو او له سلګونه خپلوانو او ملګرو سره د اړیکو په اړه جزییات دي.

په دې اسنادو کې هغه پرېکړې هم لیکل شوې چې ایا دغه کسان باید خوشي شي او که وساتل شي، یا ځینې خوشي شوي بېرته کمپونو ته راستانه کړای شي او که نه.

دا اسناد د چین له هغو ادعاو سره په ټکر کې دي چې وايي دغه کمپونو د ښوونځیو په څېر دي.

د دې اسنادو په تحلیل او تایید کې ډاکټر زینز استدلال کوي دا اسناد د دغه سیستم د ريښتیني هدف په اړه لا نور ژور مفهوم درلودای شي.

Image caption اسیې هوډ کړی و چې پر خطر سربېره به خپل غږ پورته کوي

اسناد د هغوی ذهنیت ښکاروي چې پریکړې کوي او د کمپونو نظریاتي اداري مایکرو میکانیک په بربنډ ډول په ګوته کوي.

د دې اسنادو په یوه برخه کې د یوې ۳۸ کلنې ښځې قضیه لیکل شوې چې اصلي نوم یې هېلچېم دی او کمپ ته پر نورو سربېره، له دې امله استول شوې چې څو کاله وړاندې یې حجاب اغوستی و.

دا له محاکمې پرته د خپلسرو سزاګانو له ډلې یوه ده. ځینې نور بیا له دې امله په کمپ کې ساتل شوي چې د پاسپورټ لپاره یې غوښتنه کړې وه او دا ښيي چې بهر ته د تګ نیت هم اوس په سینکیانګ کې د بنسټ پالنې یوه نښه ده.

د شواهدو په یوه بله برخه کې یو ۳۴ کلن سړی چې لومړی نوم یې مېموتوتي سره له دې چې کوم ځانګړی ګواښ یې نه دی پېښ کړی، خو دی هم کمپ ته اچول شوی دی.

بل کس ۲۸ کلن نورمېمېت دی چې په ناپامۍ یې پر یوې بهرنۍ ویب پاڼې کلک کړی او له همدې امله کمپ کې بند کړای شوی دی. دده په قضیه کې بل هېڅ نشته یوازې همدا دي.

Image caption ډاکټر ادریان زینز دا افشا شوي اسناد شنلي دي.

دغه ۳۱۱ کسان چې په دې اسنادونو کې یې نومونه لیکل شوي، ټول د سینکیانګ د سویلي برخې د کاراکاکس سیمې دي، چې شاوخوا ۹۰ سنله اوسېدونکي یې یوغور دي.

دغه وګړي چې ډېری یې مسلمانان دي، په ظاهري، کلتوري او ژبني بڼه د مرکزي اسیا خلکو او ورپسې د چین اصلي اکثریت چینایانو "هان" ټبر ته ورته والی لري.

په وروستیو لسیزو کې سینکیانګ ته د ملیونونو اصلي چینایانو ورتګ او هلته د دوی مېشت کېدو د یوغور ترمنځ قومي حساسیتونه او اقتصادي محرومیت اندېښنو زیاتېدو لامل شوی.

په دې اړه شکایتونو کله ناکله د بېلابېلو تاوتریخجنو غبرګونو او د بیجنګ د امنیتي ځواکونو لخوا د سختو امنیتي ځوابونو لامل شوي.

له همدې امله د چین یوغور د سینکیانګ له نورو مسلمان لږکیو لکه قزاق او قرغیز سره یوځای هدف ټاکل شوي دي.

Image caption سینکیانګ کې د یوه کمپ مخه، چې تر ډېه ښوونځي ته ورته ده

اړونده مطالب

ورته مطالب