اپل شرکت: کورونا ویروس د ایفون خرڅلاو هم اغېزمنوي

د اپل شرکت روانو درېیو میاشتو کې د ۶۷ میلیارده ډالرو مالي عاید اټکل کړی و د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اپل شرکت روانو درېیو میاشتو کې د ۶۷ میلیارده ډالرو مالي عاید اټکل کړی و

اپل شرکت شرکت خبرداری ورکړی چې په چین کې د کورونا ویروس له امله به د دوی عواید له هغې کچې کم وي چې وړاندې یې اټکل شوی.

د ټکنالوژۍ دغه لوی شرکت ویلي، چې د کورونا ویروس له امله یې تولید او پلور اغېزمن شوي دي او"د نړۍ په کچه به د ایفون عرضه د لنډ مهال لپاره اغیزمنه شي."

د ایفون جوړوونکی شرکت لومړنی لوی امریکايي شرکت دی چې وايي، دا ناروغي به دوی ته مالي زیان ورسوي.

د اپل شرکت روانو درېیو میاشتو کې د ۶۷ میلیارده ډالرو مالي عاید اټکل کړی و، خو اټکلیز زیان یې نه دی ښکاره کړی. دې شرکت په خپلې اعلامیې کې ویلي تمه نه لري چې د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې "هغه عاید تر لاسه کړو چې پلان شوی و."اپل زیاتوي چې "بېرته عادي حالت ته ورګرځېدل یې ډېر سوکه دي."

دې شرکت ویلي، دا چې په چین کې یې ډېر پلورنځي تړلي یا لږ ساعتونه کار کوي، نو د اپل د محصولاتو پلور به نسبتاً کم وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سینګاپورهوايي شرکت ویلي، دا چې د دې ناروغۍ له امله د هوايي سفرونو شمېر کم شوی

اپل زیاتوي: "که څه هم د ایفون د شرکت څانګې له هوبي ولایت څخه بهر دي او ټولې څانګې بېرته پرانیستل شوي هم دي، خو د تمې خلاف عادي حالت ته ستنېدل ورو دی."

د دې شرکت په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي: "په چین کې زموږ ټول پلورنځي او زموږ د شریکانو څانګې تړل شوي دي، خو هغه پلورنځي چې پرانیستي هم دي، لږ ساعتونه کار کوي او پېرېدونکي یې هم کم دي."

اپل اعلامیه وايي چې په چین به په تدریج خپل ټول پلورنځي بېرته پرانیزي، خو دا چاره به د خوندیتابه په پام کې نیولو سره کېږي.

همدارنګه د سینګاپورهوايي شرکت ویلي، دا چې د دې ناروغۍ له امله د هوايي سفرونو شمېر کم شوی، نو په ټوله نړۍ او په تېره په لرې ختیځ کې خپلې الوتنې کموي.

له دې وړاندې سینګاپور او څو نورو هېوادونو ویلي و چې د کورونا ویروس له امله د پڅې اقتصادي ودې اټکل کوي.

د سویلي کوریا ولسمشر مون جه این ویلي چې د دې ویروس خپرېدل د "اقتصادي کړکیچ" په څېر دی، ده د خپل حکومت له ټولو غړو غوښتي چې عادي حالت ته د ملي اقتصاد د راګرځولو لپاره ټول امکاناتو وکاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سویلي کوریا ولسمشر ویلي چې د دې ویروس خپرېدل د "اقتصادي کړکیچ" په څېر دی

د هانکانګ ځايي حکومت هم ویلي، په پام کې لري چې د دې ویروس د اقتصادي اغیزو د مخنیوي لپاره خپلې مرستې درې میلیارده او شپږ سوه ملیونه ډالرو لوړ کړي.

له دې سره هم مهال چین هم پردې ویروس د اخته او مړو کسانو نوی شمېر خپور کړ.

نوې شمېرې ښيي چې تر اوسه څه باندې یو زر او شپږ کسان د کورونا ویروس له امله مړه شوي چې زیاته برخه یې د هوبي ولایت اوسېدونکې دي. د کورونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د دې ولایت په مرکز ووهان ښار کې وموندل شوه.

ورته مطالب