د جرمني هاناو ښار کې بریدګر ۹ کسان په ډزو وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
یوه عیني شاهد تر برید وروسته په ټیلیفون دا وېډیو اخیستې ده.

د جرمني پولیس وايي، د دغه هېواد د لوېدیځ هاناو ښار په دوو قیلون‌ خونو کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. پولیس وايي، بریدګر وروسته خپل ځان او خپله مور هم وژلي دي. پلټونکي وایي، داسې ښکاري چې دا د تعصب او کرکې یوه پېښه وه.

پولیسو بي بي سي ته ویلي، لومړی برید د هاناو ښار په یوه چایخونه کې شوی، چې درې کسان یې وژلي. دویم برید په کیسیلشتان کلي کې شوی، چې پنځه کسان په کې وژل شوي دي.

ځایي رسنیو بریدګر د توبیاس په نامه یاد کړی چې ۴۳ کلن او د ښکار وسلې ساتلو جواز یې هم درلود.

اوس پر خواله رسنیو د ده یوه ویډیو هم را ښکاره شوې ده، چې تر برید وړاندې یې ثبت کړې وه. په دې ویډیو کې بریدګر له بهرنیا، په ځانګړې توګه له مسلمانانو او یهودانو خپله کرکه څرګندوي.

پولیس وايي، له بریدونو وروسته دوی د بریدګر په لټه کې وو او تر څه لټون وروسته یې د هغه مړی د مور په کور کې وموند.

داسې ښکاري چې بریدګر د برید له سیمې له تېښتې وروسته د خپلې مور کور ته تللی، هغه یې په ډزو وژلې او بیا یې ځان هم وژلی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
تر ډزو وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې ده

د جرمني صدر اعظمې انګلا مرکل ویلي چې دا د کرکې یوه پېښه وه، خو فدرالي پلټونکي یې د ترهګرۍ پېښې په توګه پلټنه کوي.

بل لور ته ترکي چارواکو منلې ده چې په دې برید کې لږ تر لږه ۵ ترکي وګړي وژل شوي دي.

د جرمني په دې ښار کې ډېر پولیس ځای پرځای شوي دي. دا برید څلور ورځې وروسته تر هغه شوی، چې برلین کې د ترکانو یوې کومیډي مېلې ته څېرمه هم ډزې شوې وې، چې یو کس یې وژلی و.

په وروستیو کلونو کې جرمني کې ښي اړخه سخت دریځو په بېلابېلو ښارونو کې بریدونه کړي او مرګژوبله یې اړولې ده.

ورته مطالب