ایټالیا کې د نارنجو جګړه

د نارنجو ددې جګړې په جریان کې له ۷۰۰ ټنو زیات نارنجان کارول کیږي

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

د نارنجو د دې جګړې په ترڅ کې له ۷۰۰ ټنو زیات نارنج کارول کیږي

هر کال د ایټالیا په لرغوني ایوریا ښار کې خلک د ښار مرکزي څلور لارې ته راووځي او پر یو بل د نارنجو وارونه کوي.

دې مراسمو ته د نارنجو د جګړې نوم ورکړل شوی دی.

دا مراسم له څو پېړیو راهیسې د یو ظالم واکمن له منګولو د دې ښار د ازادولو په پلمه لمانځل کېږي.

عکاس انډریا کپېلو تېرکال د دې مراسمو ځینې انځورونه اخیستي، چې دلته یې کتلی شئ:

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

د موسیقۍ ډله په دې مراسمو کې د نورو ګډونوالو د کتار په سر کې روانه وي

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

هر کال یوه واده شوې مېرمن په دې مراسمو کې د ویولټا رول لوبوي

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

د نارنجانو دا جګړه درې ورځې دوام کوي او د سې شنبې پر ورځ ختمېږي

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

په اس ګاډو کې سپاره یوه ډله د ښار واټونو ته راووځي او له هغو کسانو سره ښکېلیږي چې پلې روان وي

د عکس سرچینه، ANDREA CAPELLO

د عکس تشریح،

د بېلابېلو ډلو غړي په بشپړ ځواک پر نورو د نارنجو وارونه کوي

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

د لوبې پر مهال کله چې وار پر هدف لګېږي نو ویشتونکی یې خوشحالي کوي

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

له جګړې وروسته دواړو خواوې فرصت لري چې یو بل سره روغبړ وکړي او د لوبې په اړه وغږېږي

د عکس سرچینه، Andrea Capello

د عکس تشریح،

له جګړې وروسته د نارنجو پاتې توکي راټولیږي او ید خځلو ځای ته لیږدول کیږي

.