د هند هغه کلی چې له نسلونو پکې ډېری ماشومان غبرګوني دي

د هند د تامیل ناډو ایالت په سویلي برخه کې یو کوچنی کلی دی چې ډېری ماشومان پکې غبرګوني زېږیدلي. داسې معما چې تر اوسه یې هېڅوک په تشریح کولو نه دي توانېدلي.

د دې کلي اوسېدونکي چې دوه ګوني ماشومان یې زېږولي، دا خپله نېکمرغي ګڼي، خو ډاکټران یې ساینسي اړخ ته حیران او په اړه یې دلیل لټوي.

دا کلی په کمسارې توګه ډېر غبرګوني ماشومان لري. په دوی کې یوازې ۵۰ جوړې یوه ښوونځي ته ځي چې ښوونکو ته یې بیا ستونزمنه وي چې ترمنځ توپیر وکړي.

د غبرګونو له ډلې دوه خویندې وايي: "کله نا کله د خلکو غبرګون موږ ته جالب وي، موږ نیکمرغه یوو چې غبرګونې خویندې یوو او دا د خلکو پام راړوي."

دغه نجونې وايي، د دوی له امله یې کورنۍ هم مشهورې شوې دي.

تر اوسه په دې تړاو ځانګړې څېړنه نه ده شوې چې ولې یوازې په دې کلي کې د غبرګونو پدیده دومره زیاته ده.

خو اوس د ډاکټرانو یوې ډلې د دې کلي په اړه څېړنه پیل کړې چې ومومي د دې موضوع تر شا څه دي.

د دې کلي یو اوسېدونکی وايي له درې نسلونو راهیسې د مور له اړخه د دوی په کورنۍ کې غبرګوني ماشومان زېږیږي.

"زه خوښ یم چې له خپل ورور سره یوځای زېږېدلی یم او د دوه غبرګونو پلار هم یم او دا زما په ژوند کې د خوښۍ تر ټولو لوی لامل دی."