په سویلي کوریا کې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره بیړني ګامونه

د انځور حقوق AP/ GETTY IMAGES
Image caption لومړي وزیر چونګ سي- کیونویلي د کورونا ویروس د نویو سل مثبتو پېښو په موندلو سره اوس بیړنی حالت دی

په سویلي کوریا د کورونا ویروس مثبتو مخ په زیاتېدونکو پېښو ته په پام دغه هېواد د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره هلې ځلې چټکې کړي دي.

لومړي وزیر چونګ سي- کیونویلي د کورونا ویروس د نویو سل مثبتو پېښو په موندلو سره اوس بیړنی حالت دی.

سویلي ښارونه ډایګو او چیونګډو د ځانګړې خوندیتابه سیمې اعلان شوي دي. د ډایګو ښار واټونه تر ډیره خالي دي. دغه راز کله چې درې پوځیان په کورونا ویروس اخته وموندل شول اوس ټولو پوځي اډو ته تګ راتګ منع شوی. د یوې مذهبي ډلې شاوخوا ۹۰۰۰ غړو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو او استوګنځیو دې نه ووځي.

دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د دې ډلې د غړو په منځ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر مثبتو پېښو په موندلو سره، دا ډله د کورونا وېروس د مرکز په توګه نومول شوه.

چارواکي ګومان کوي چې په سویلي کوریا کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو لوړېدل له چیونګډو ښاره سرچینه اخلي، دوی وايي د دې مذهبي ډلې یو زیات شمېر غړو د دې ډلې د بنسټ اېښودونکي د ورور د جنازې مراسمو کې برخه اخستې وه چې د جنورې میاشتې له ۳۱ مې د فبرورۍ تر دویمې موده کې ترسره شول.

د سه شبنې په ورځ د کورونا ویروس ۵۳ نوې مثبتې پېښ شوې. په دې سره اوس په سویلي کوریا کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۴ ته لوړ شو. دا شمېر له چین او په جاپان کې له ولاړې بیړۍ وروسته پر کورونا ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر دی.

په سویلي کوریا کې د کورونا ویروس له امله د مړینې لومړۍ پېښه په چیونګډو ښار کې رامنځته شوې ده. دا کس د اوږودې مودې ناروغۍ له امله په روغتون کې و، چېرته چې له ده سره پنځلس تنه نور پر کورونا ویروس اخته شول.

د سویلي کوریا نوي ګامونه

د جمعې پر ورځ له سلو مثبتو پېښو ۸۶ یې په ډایګو ښار کې دې چې له پلازمینې ۳۰۰ کیلومټره لرې پروت دی او نږدې ټول ناروغان هغه کسان دي چې د یادې شوې مذهبي ډلې سره یې تړاو درلود.

د ځايي خبري اژانس یونهپ د رپوټ له مخې لومړي وزیر چونګ ویلي: "بیړنی ګام دادی چې هغه کسان وموندل شي چې له اغېزمنو او او تر درملنې لاندې ناروغانو سره یې تماس نیولی. "

لومړي وزیر ویلي حکومت به د بسترونو ، طبي وسایلو او روغتیايي کارکوونکو په څېر اسانتیاوو رامنځته سره ګامونه پورته کړي او خبر داری یې ورکړی چې د کورونا ویروس اوس په سیمه ییزه کچه هم خوریږي.

لومړي وزیر ویلي تر اوسه تمرکز پر دې و چې له بهره د راتلونکې ویروس مخه ونیول شي، "خو له دې وورسته به حکومت په هېواد کې دننه د دې ویروس مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي. "

د سویلي کوریا د ورغتیا وزیر نیونګهو ویلي چارواکي به روغتونونو ته اجازه ورکړي چې په تنفسي ناروغیو اخته کسان له نورو جلا کړي، په دې سره به د ده په وینا طبي بنسټونو کې دننه د ویروس د خورېدو مخه ونیول شي.

اخوا په چین کې وروستۍ شمېرې ښيي چې د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۲۳۶ تنو ته لوړ شوی او پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر له ۷۵ زرو اوښتی دی.

په چین کې دا ویروس اوس زندانونو کې هم خور شوی او پرې د څه باندې ۵۰۰ زندانیان رپوټ ورکړل شوی دی.

ورته مطالب